اسرایلي ځواکونو په غزه کې هوايي بمباري کړې
د فلسطیني غزه سیمې نه د راکټ چلېدو په جواب کې چې اسرایل ونیولو، اسرایلي ځواکونو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ سحر وختي په غزه هوايي بمباري وکړه.
اسرایلي پوځ وویل په حمله کې یې د حماس مسلح ډلې د راکټونو جوړولو فېکټري په هدف کړه.
په بمبارۍ کې د جاني او مالي نقصان په اړه څه رپورټ نه دی ورکړی شوی.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ غزه نه چلېدلی راکټ چې د اسرایل هوايي دفاعي نظام ناکاره کړو، د اسرایل د قومي سلامتیا اېتمر بېن ګوېر وویل د خپلې منصوبې سره به د فلسطیني قېدیانو دپاره حالات سخت کړي.
د راکټ حمله او اسرایلي هوايي بمباري په داسې حال کې شوي چې د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ تاو تریخوالی او تشدد زیات شوی دی. تېره هفته یروشلم سره نژدې د یو سېناګاګ نه بهر یو فلسطيني اووه یهودیان ووژل او د وېسټ بېنک به جنین ښار کې اسرایلي ځواکونو 10 فلسطینیان وژلي دي.
اسرایل او فلسطیني سیمو ته دا هفته دوره کې د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن په دواړو فریقېنو غږ وکړو چې تاوتریخوالی دی کم کړي. هغه د دوو ریاستونو، د اسرایل ترڅنګ د ازاد فلسطیني، ریاست دپاره د امریکې حمایت تکرار کړو.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي