شاته

متقي: پاکستان دې د پېښور چاودنې دقیقه پلټنه وکړي، افغانستان ته دې د پړې ګوته نه نیسي

واشنګټن ـــــ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي دا خبره رد کړې ده چې ګواکې په پېښور چاودنه کې د افغانستان خاوره کارول شوې ده او وایي پاکستان دې افغانستان ته د ملامتۍ ګوته نه نیسي او کورنۍ پلټنې دې یې وکړي. د پاکستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو وړمه ورځ تور لګولی وو چې د دې برید لپاره وسلوالو پاکستاني طالبانو د افغانستان خاوره کارولې ده، خو ټي ټي پي په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.

د پښتونخوا پولیس په دې اړه پلټنه کوي چې څنګه یو ځانمرګی بریدګر په پولیس لاین کې دننه تر یو جوماته ورسېد او تر سلو زیات کسان یې ووژل، پولیس چارواکي وایي ځینې مشکوک کسان یې نیولي دي او له هغوی د پلټنې په بنیاد دا ویلای شي چې کېدای شي له بریدګر سره "داخلي مرسته" شوې وي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د جنورۍ پر 31مه قومي اسمبلۍ ته په وینا کې وویل، چې افغان طالبانو د دوحې په تړون کې ویلي چې د افغانستان خاوره به د څنګلورو په ضد کارول کېدو ته نه پرېږدي خو وایي د پېښور په برید کې کار ترې واخیستل شو.

خواجه آصف دعوه وکړه چې پاکستاني طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو او افغان ځواکونو په ضد جګړه کې له افغان طالبانو سره ملګرتیا کړې وه او هغوی اوس د هغه "پور" پرې کوي، وایي ټي ټي پي چې په پاکستان کې څه کوي د طالبانو حکومت ورباندې سترګې پټې کړې دي:

"که دوی [ټي ټي پي] هلته مرکزونه جوړ کړي یا د افغانستان خاوره استعمالېږي په هغه کې هم مخامخ یا نامخامخ ذمه واري هم پر موږ ده، موږ د افغانستان بهتري غواړو، زموږ ورور ملک دی چې هلته امن وي دلته به هم امن وي، خو د اویا له لسیزې راهیسې په تېرو څلوېښتو پینځوسو کلونو کې موږ هلته څه څه وکړل".

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وایي حکومت یې د سیمې په ګډون ټولۍ نړۍ او ګاونډیانو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد ونه کارول شي.

امیر خان متقي د شورو- چارشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې د پاکستان د مرکزي وزیرانو خبرو ته په اشارې وویل چې د پېښور چاودنې په اړه دې کره پلټنه وکړي او خپله ذمه واري دې پر بل چا نه ور اچوي:

"د پاکستان له محترمو وزیرانو صاحبانو څخه هم هیله کوو چې د خپل بام واورې دې دبل چا په بام نه ور اچوي، خپل مشکلات دې پخپل کور کې وګوري، موږ دا مشوره ورکوو چې د پېښور د چاودنې دقیقه پلټنه وکړئ، افغانستان ته دې د پړې ګوته نه نیول کیږي."

د جنورۍ پر 30مه د پېښور په چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر 101 ته رسېدلی او تر 200 زیات کسان پکې ټپیان دي. په وژل شویو کې د درو پولیس افسرانو په ګډون اکثر پولیس عسکر وو. دا په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو خونړی برید بلل کېږي چې په دې صوبه کې شوي دي.

امیر خان متقي د دې چاودنې پر څرنګوالي پوښتنه را پورته کړه، وایي "دا هیڅ امکان نه لري" چې یو ځانمرګی بریدګر دې دومره لویه چاودنه وکړي:

"په تېرو شلو کلونو کې موږ داسې یو بم ونه لید، نه مو یو داسې واکسټ ولید چې هغه دې د مسجد چتونه هم والوزوي، هغه دې په سونو انسانان هم له ځان سره والوزوي، نو د دې باید دقیقه پوښتنه وشي".

متقي وایي پاکستان چې ترې د ترهګرۍ شکایت کوي، که په افغانستان کې ترهګري وای نو بیا به یې نورو ګاونډیو هېوادونو چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران ته هم غزېدلې وای.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف هم دا ومنله چې "پر ځای د دې چې د ترهګرۍ سرچینه بل ځای ولټوو پکار دی چې پخپله له خپل ځان سره حساب وکړو".

د پیښور د پولیسو مشر اعجاز خان رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، یو څه ښې نخښې یې موندلي دي او د هغو نخښو په بنیاد یې ځینې مهم کسان نیولي دي. اعجاز خان وایي:

"موږ [د چاودنې لپاره] داخلي مرستې نه شو ردولای، خو دا چې پلټنې لا هم روانې دي، زه نه شم کولای چې نور معلومات اوس شریک کړم".

د اسوسیېټیډ پریس د خبر له مخې د تحریک طالبان پاکستان د مومند ډلې یوه قوماندان سربکف مومند پر ټویټر د دې برید ذمه واري منلې وه، خو د ټي ټي پي مشهور ویاند محمد خراساني په دې برید کې لاس لرل رد کړل او ویې ویل دا د دوی پالیسي نه ده چې جوماتونه یا نور مذهبي ځایونه په نخښه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00