شاته

بندیزونو له داعش سره مبارزه کې د طالبانو توان محدود کړی- روسي دپلومات

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اولیګ سیرومولوتوف وايي چې په طالبانو باندې د لګول شویو بندیزونو له کبله د داعش په ضد ددغې ډلې توان محدود شوی دی.

د روسې د تاس خبري‌ اژانس د رپوټ په اساس مولوتوف له طالبانو څخه غوښتي دي چې د ترهګرۍ بیخ او بنیاد ختم کړي. هغه ویلي دي چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف کابل ته په خپل وروستي سفر کې له طالب مشرانو سره هم په دې اړه خبرې کړې دي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان پانګې ګنګل شوې، طالبانو ته نه ورکول کېږي او همدغه راز مرسته کوونکو هېوادونو، چې له مخکني افغان حکومت سره یې مرسته کولې، د طالبانو له حکومت سره مرستې بندې کړې دي.

د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په افغانستان کې د طالبانو په هدفونو، په ځینو دپلوماتیکو تاسیساتو، جوماتو او تعلیمي‌ ادارو باندې بریدونه شوي دي چې د داعش ډلې یې مسولیت منلی دی. په دغو بریدونو کې تر نورو ډېر شیعه افغانان په نښه شوي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اولیګ سیرومولوتوف د داعش وروستیو بریدونو ته په کتو ویلي چې دې ډلې افغانستان او د سیمې هېوادونو ته نوی ګواښ پېښ کړی دی.

هغه ویلي دي: «باور لرو چې کابل [د طالبانو حکومت] د افغانستان له سرحدونو څخه د باندې د ترهګرۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره د خپل مکلفیت ترسره کولو ته پوره لیوالتیا لري.»

روسیه دواړه طالبان او داعش ممنوعه ډلې ګڼي خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته یې له دغې ډلې سره نژدې روابط ساتلي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۲ د اپریل په میاشت کې په مسکو کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو له لوري معرفي شوي «شارژدافیر» جمال ناصر غروال ته باورلیک هم ورکړ.

روسې او د منځنۍ اسیا هېوادونو تل په افغانستان کې د ترهګرۍ د موجودیت په اړه اندېښنه ښودلې ده. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تېرکال د نومبر په میاشت کې وویل چې داعش او نورې ترهګرې ډلې هڅه کوي چې د افغانستان شمالي هېوادونو ته لاره وکړي.

تر دې مخکې د تاجیکستان ولسمشر اما علي رحمان هم ویلي وو چې د سیمې هېوادونه باید د افغانستان شاوخوا کې «امنیتي کمربند» جوړ کړي.

همدغه راز څه موده مخکې له ترهګرۍ سره د امریکا د متحدو ایالتونو د مبارزې مشر کرستین ابی زید په افغانستان کې د داعش حضور ته په کتو ویلي وو چې په افغانستان کې د داعش ډلې د موجودیت اندېښمنوونکي نښې نښانې لیدل کېږي چې ممکن هدف یې د باندې سرحدونو هم وي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم نیوزویک ته ویلي وو چې د طالبانو د حکومت عواید کم دی او خبرداری یې ورکړی و چې طالبان د داعش او نورو ترهګرو ډلو لپاره مبارزې ته پېسو ته ضرورت لري.

هغه ویلي وو که «طالبان کافي پېسې ونلري، ځینې ډلې به ترې داعش ته ولاړې شي. په افغانستان کې وضعیت اندېښمنوونکی» دی.

طالبان نژدې یو نیم کال کېږي چې طالبان بیا په افغانستان باندې واکمن شوي او وار وار همدا ادعا کوي چې دوی په افغانستان کې د داعش ډلې ځپلې ده او هېڅ یوې ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي.