شاته

جکوویچ د لسم ځل لپاره د استرلیا د تینس ستر جام وګاټه 

د نړۍ مشهور صربستاني لوبغاړي نواک جکوویچ د استرالیا د تینس د ګرند سلیم جام چې د ۲۰۲۳ کال د تینس لومړی ستر جام دی د لسم ځل لپاره وګاټه.

پنځه دېرش (۳۵) کلن نواک جکوویچ په فاینل لوبه کې یوناني مشهور لوبغاړي ستفانوس تسیتسپاس ته په دریو سبټونو کې ماتې ورکړه او د ۲۲ ځل لپاره یې د ګرند سلیم په نامه د نړۍ د تینس ستر جام خپل کړ.

د پای په مراسمو کې، پداسې حال کې چې جام يې په لاس کې پورته کړی و، جاکوویچ د اتلولۍ د سیالۍ په جریان کې د سټیفانوس د فعالیت ستاینه وکړه او وویل: "د تینس د هر ځوان لوبغاړي لپاره چې همدا اوس دا مراسم ګوري او هغه مقام ته د رسیدو هیله لري چې زه او ستفانوس همدا اوس په کې یو، زما پیغام دادی چې تل لوړ خوبونه په سر کې ولرئ ځکه هر کار ممکن دی او هیچا ته اجازه مه ورکوئ چې ستاسو خوبونه له تاسو څخه واخلي. "

ددې جام په ګټلو سره یو ځل بیا جکوویچ د تینس د فدراسیون په نړیوال لست کې لومړی مقام هم خپل کړ.

تیرکال د استرالیا حکومت جکوویچ ته اجازه ورنکړه چې هغه هېواد داخل او د دغه جام په سیالیو کې برخه واخلي،د استرالیا حکومت ویلي وو چې هغه د کرونا ویروس ضد واکسین نه دی.

اوس په نړیواله کچه د جکوویچ او رفایل نادال د سترو جامونو د ګټلو نمبرې سره مساوي دي، دواړو ۲۲ جامونه ګټلي دي. د دوی څځه وروسته د نړي مشهور لوبغاړی سویسی راجرز فیدرر دی چې ۲۰ جامونه یې ګټلي دي او تیر کال یې د تینس له نړۍ سره مخه ښه وکړه.

رفایل نادال ددې جام د سیالیو په دوهم پړاو کې په ورون ټپي شو او له له لوبو ووت.

د استرالیا د تینس د ستر جام ښځینه اتله

اریانا سبالینکا
اریانا سبالینکا

د ښځو په برخه کې د استرالیا د تینس ستر جام د بلاروس لوبغاړې اریانا سبالینکا وګاټه. سبلینکا د لومړي ځل لپاره د تینس یو ستر جام خپل کړ، هغې په فاینل لوبه کې قزاقستانۍ لوبغاړې ایلینا رباکینا ته دوه د یو په مقابل کې ماته ورکړه.