شاته

امنیتي ځواکونه وایي شمالي وزیرستان اؤ ډيره غازي خان کې یې دعملیاتو په مهال درې ترهګر وژلي دي

دپاکستان امنیتي ځواکونه وایي دخېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه وزیرستان اؤ دپنجاب په ډیره غازي خان سیمو کې یې په دوؤ بیلابیلو کاررایو کې درې ترهګر وژلي دي.

دپاکستان دپوځ مطبوعاتي دخالي په ماسخوتن خپل یو بیان کې ویلي چې امنیتي ځواکونو دشمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې دخفیه اطلاع په اساس عملیات کړي اؤ یو ترهګر یې وژلی دی.

پوځ پخپل بیان کې د وژل شوي ترهګر پېژندګلو نه ده په ډاګه کړې خو ویلي یې دي چې هغه په امنیتي ځواکونو اؤ عامو وګړو بریدونو کې ککړ ؤ.

په عین حال کې دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو ویلي دپنجاب په ډیره غازي خان سیمه کې یې دترهګرۍ یوه هڅه شنډه کړې ده اؤ دوه ترهګر یې وژلي دي.

دسي ټي ډي پولیسو دیو بیان له مخې د ډیره غازي خان په جهنګي سیمه کې ترهګرو غوښتل په یوه امنیتي پوسته برید وکړي خو کله چې پولیس دهغوي په نیولو پسې ورغلل نو ترهګرو سره یې نښته وشوه اؤ دپولیسو په ډزو کې دوه ترهګر ووژلی شول اؤ دوه نور وتښتېدل.

پولیس وایي وژل شوي ترهګر په لاهور،اسلام اباد،راولپنډۍ اؤ خېبر پښتونخوا کې دترهګرۍ په یو شمیر پېښو کې ککړ وؤ اؤ دمقابلې په مهال دهغوئ د ولکي نه پولیسو ته لاسي بمونه،کلاشنکوفې اؤ تمانچې هم په لاس ورغلي دي.

په پاکستان کې دترهګرۍ ضد محکمې پولیس زیاتره وخت په عملیاتو کې دترهګرو د وژلو دعوې کوي خو څېړونکي اکثره ددغو دعوؤ په حقیقت پوښتنې شکونه کوي اؤ وایي چې زیاتره دا پولیس هغو وژنو ته هم دپولیس مقابلې یا عملیاتو نوم ورکوي،چې دعدالت تر شا یې کوي.

په دې وروستیو کې دپاکستان په بیلابیلو برخو په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا کې په پولیسو د وسله والو بریدونه چټک شوي دي اؤ په دې بریدونو کې په لسګونو پولیس وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي .

تېرکال په 18م دسمبر دخېبر پښتونخوا په بنو سیمه کې یو شمیر ترهګرو دترهګرۍ ضد محکمې دپولیسو دمرکز دننه پولیس قابو کړي وؤ اؤ دهغوئ نه یې وسلې اخستې وې.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف په هغه وخت ويلي وو په بنو کې د سي ټي ډي په يرغمال شوي مرکز کې د عملياتو په مهال پوځ 25 ترهګر وژل شوي، اووه تسليم شوي او درې نیول شوي دي.

له دغه برید راپدیخوا هم خېبر پښتونخوا صوبه کې په پولیسو ګڼ شمیر مرګوني بریدونه شوي چې پکې د زیاترو ذمه واري دپاکستاني طالبانو وسله والې ډلې پغاړه اخستې ده.

دخېبر پښتونخوا صوبې دپولیسو مشر معظم جاه انصاري وایي ښایي ترهګرو ته په افغانستان کې دامریکې اؤ ناټو نه پاتې شوې عصري وسلې په لاس ورغلې دي اؤ هغوئ په دغو جدیدو وسلو پولیس په نخښه کوي.

تېره اوونۍ ښاغلي معظم جاه انصاري رسنیو ته ویلي وؤ دترهګرو دمقابلې لپاره دپښتونخوا پولیسو ته هم عصري وسلې اؤ نور سامانونه ورکړل کیږي.

خېبرپښتونخوا پوليس ترمخه ، تېر کال په 2022 کې په صوبه کې 196 ترهګر په پوليس مقابلو کې وژل شوي، او 118 پوليس هم د ترهګرۍ پرضد جګړه کې وژل شوي او 117 ژوبل شوي وو.

د خېبرپښتونخوا پوليس اډيشنل انسپکټر جنرل محمد علي باباخېل په 23م دسمبر مطبوعاتو سره د پولیس عملیاتو شمېرې شريکې کړې وې او ويلي يې وو، د صوبې څلور جنوبي ضلعې، شمالي او جنوبي وزيرستان، لکي مروت او بنو د ترهګرۍ ښکار پاتې شوي او زياتې پېښې پکې شوې وې.

د پولیس شمېرو ترمخه تېر کال په صوبه کې سي ټي ډي 806 ترهګر نيولي چې پکې د 90 ترهګرو په سرونو قيمتونه هم مقرر وو.

ځانګړې ویډیوګانې

د پښتو ژبې د مزاحمتي شاعر ملا عبدالسلام اشېزي 49م تلين ولمانځل شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00