شاته

سوداګر وایي د ډالر بیعې لوړېدو سره به پاکستان کې د توانایۍ اؤ خوراکي توکیو بیعې نورې هم وخیژي

څو ورځې وړاندې د خېبرپښتونخوا په پوليس پوستو يا څوکيو باندې شوي ځينې بريدونه د شپې په وخت ترسره شوي او د وسله والو له خوا په دې کې جديده وسله يا تهرمل سائټ ټيکنالوجې هم کارول شوې ده۔
پوليس چارواکو له خوا په روستيو کې ويلئ شوي ؤ د وسله والو له خوا تهرمل سائټ ټيکنالوجي په مردان، بنو، ډي ايي خان او پېښور کې کارول شوې ده۔
"د ترهګرۍ په پېښو نظر لرونکئ د پېښور خبريال طارق وحيد وي او اې ډيوه ته وويل دا ترهګرۍ په نوې څپه کې تاسو ته پته ده چې د ترهګرو تګلاره يا سټرېټجي بدله ده او تير کال تاسو وليدل چې ترهګرو سل يا دې نه زيات پوليس په نخښه کړي وو۔
هغه زياته کړه د ترهګرۍ په تيرو څپو کې ځينې مسلکونو خلک او د عبادت ځايونه په نخښه کېدل، عام وګڼي خو اوس يا پوليس او دې نه پس د امنيتي ځواک چارواکي په هدف کېږي۔
نوموړي وويل د ۸۰ فيصده نه زياتو پېښو کې پوليس سرتيرو په نخښه شوي دي۔
هغه دا هم وايي نګران حکومت پوليسو ته ډډګېرنه ورکړې چې د ترهګرۍ مخنيوئ وکړي او مونږ وليدل چې تيره ورځ دپوليسو مشر هم زړورې او په ښکاره خبرې وکړې ولې چې د تحريک انصاف پخواني حکومت د ترهګرۍ په ضد تګلاره شکمنه وه او نګران حکومت تګلاره هم واضحه ده"۔
په خېبرپښتونخوا کې د وسله والو په بريدونو کې زياتوالي په ترڅ کې خېبرپښتونخوا حکومت د دغو پېښو د مخنيوي د پاره د جديدې وسلې يا تهرمل سائټ ټيکنالوجۍ اخشتو پرېکړه يا فيصله کړې وه۔
د خېبرپښتونخوا پوليس چارواکي وايي د ترهګرۍ د مخنيوي په لړ کې هغوئ د ځينې نه ولې د ټولې صوبې د پوليسو تربيت کولو پرېکړه هم کړې ده۔
"د خېبرپښتونخوا د پوليسو مشر معظم جاه انصاري تيره ورځ په پېښور پرېس کلب کې د خبريالانو د پښتنو په ځواب کې وويل د جنوبي سيمې چې په کې ټانک، ډيي ايي خان، جنوبي وزيرستان، لکي مروت، بنو او شمالي وزيرستان راځي په دغو سيمو کې تر ډېر هد او پورې پوليس تهاڼو يا پوستو ته جديده وسله (تهرمل سائټ ټيکنالوجي) چې د شپې ليدلو صلاحيت لري ورکړل شوې ده۔
هغه زياته کړه نورې چې کومې سيمې پاتې کېږي نو وخت په وخټ هغو ته هم وسله ورکولئ کېږي۔

د پوليسو مشر د يوې پښتنې په ځواب کې وويل هغوئ د ټولې صوبې د پوليسو تربيت کولو پرېکړه هم کړې ده چې د ترهګرۍ د پېښو مخنيوي وکړي۔

هغه وايي مونږ د ټولې صوبې پوليسو تربيت ځکه کول غواړو چې که يو ځائ نيم پاتې شي نو داسې نه چې اوبه په کمزوري ځائ ورشي نو ځکه مونږ بندونه جوړاول غواړو چې د ترهګرۍ مخنيوئ وکړئ شي"

خبريالان وايي د پوليس چارواکو ته د جديدې وسلې ورکولو ترڅنګ هغوئ ته د خېبرپښتونخوا اوسني حکومت له خوا ډډګېرنه ورکول هم پکار ده۔
د خېبرپښتونخوا پوليس چارواکو په روستيو کې ويلي ؤ په کال ۲۰۲۲ کې د خېبرپښتونخوا په پوليس چارواکو باندې ۱۵۵ بمي چاودنې، هدفي وژنې او نور د ترهګرۍ بريدونه شوي او په کې ۱۱۸ پوليس وژل شوي او ۱۱۶ نور ژوبل شوي دي۔

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00