ډونلډ بلوم: امریکا به د پاکستان د اقتصادي پرمختيا او اصلاحاتو د هڅو ملاتړ کوي
په اسلام اباد کې د امریکې سفير ډونلډ بلوم ويلي، امریکا به د پاکستان د سېلاب ځپلو د بحالۍ سره د اقتصادي پرمختيا او اصلاحاتو دپاره د پاکستان د حکومت د هڅو ملاتړ دوامداره ساتي.
نوموړي دغه خبره د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف سره په ليدنه کې کړې ده.
د پاکستان سرکاري خبري ادارې اې پي پي ویلي، شهباز شریف د زيارت/پنجشنبې په ورځ د امریکايي سفير سره په ليدنه کې ويلي چې پاکستان د امریکا سره د اوږدې مودې اړيکو ته اهميت ورکوي او د پاکستان او امريکا ترمنځ اقتصادي او تجارتي اړيکو نورو پياوړي کولو عزم لري.
د وزيراعظم دفتر ویلي، په ليدنه کې وزيراعظم د امریکا مننه کړې چې په وروستيو کې په جنېوا کې ترسره شوي د سېلاب ځپلو د مرستو دپاره جوړې غونډې ملاتړ یې کړی او پاکستان سره یې پرله مرستې کړي دي.
روانه میاشت امریکا ویلي، د پاکستان د خلکو سره د امریکا ژمنه ثابته ده. او د روان کال 2023 د جنورۍ پورې امریکا د پاکستان د سېلاب ځپلو دپاره د 200 ملينو ډالرو نه زياتې مرستې ورکړي دي.
هم روانه میاشت نړیوالې ټولنې په جنیوا کې پاکستان سره د نهه بيلنه ډالرو نه د زیاتو مالي مرستو ژمنې کړي چې هېواد یې د تېرکال د تباه کن سېلابونو وروسته د بیا ابادۍ او د بحالۍ کارونه سر ته ورسوي.
په جنیوا کې د نړیوالې غونډې انتظام متحده قومونو او پاکستان په مشترکه ډول کړی وو. او د کانفرنس مقصد دا وو چې د سېلابونو وروسته پاکستان سره نړیوالې مرستې راټولې کړی شي.
د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف غونډې ته ويلي وو د بیا بحالۍ د هلو ځلو دپاره پاکستان شپاړس اشاریه درې بيلينه ډالرو ته ضرورت لري چې نیمه برخه به یې اسلام اباد خپله پوره کوي.
تېر کال د اوړي په موسم کې په پاکستان کې د سېلابونو دلاسه د 1700 نه زیات کسان مړه شوي او تر اته ميلينه پورې خلک بې کوره شوي وو. سېلابونو چې د پاکستان دریمه برخه يې د اوبو دلاندې کړه وه، د سړکونو او هسپتالونو په شان د بنیادي سهولتونو اډاڼې او زراعت ته یې په پراخه کچه نقصان رسولی وو.