شاته

د پښتونخوا نګران حکومت مرکز نه د صوبې ور پاتې 53 اربه روپۍ غوښتي دي

د خیبر پښتونخوا صوبې نګران حکومت د مرکز په ذمه ورپورې دپښتونخوا صوبې دبقایاجاتو ادا کولو لپاره دانرژۍ د دولتي ادارې یا نیپرا مشر ته لیک استولی اؤ له هغه یې غوښتي چې نیپرا باید دبجلۍ دخالصې ګټې په مد کې صوبې ته خپلې ټولې پیسې ورکړي.

دنګران وزیراعلا ښاغلي اعظم خان په وینا دصوبې دانرژۍ یا د توان محکمې دنیشنل الیکټرک پاور ریګولرټي اتهارټي چیرمین ته لیږل شوي لیک کې ویل‌ شوي چې دکال 2015-16 نه د وفاق په ذمه د صوبې 182 اربو نه زیاتې روپۍ ورپورې وې چې دې کې نزدې 129 اربه روپۍ صوبې ته ورکړل شوي دي اؤ د53 اربو روپو نه زیاتې اوس هم مرکز ته ورپاتې دي.

دسرکاري دستاویز له مخې په وروستي ځل په 10مه جنورۍ 2022 کې مرکز صوبې ته دکال 2021م ددسمبر دمیاشتې بقایاجات ورکړي وؤ اؤ بیا په کال 2022م کې دبجلۍ دخالصې ګټې په مد کې صوبې ته هیڅ پیسې نه دي ورکړل شوي.

دغه دستاویز ښایي چې دا مهال دبجلۍ دخالصې ګټې په مد کې نیپرا ته دصوبې 53اربه،19کروړه اؤ 10لکه روپۍ ورپورې دي.

په 21مه جنورۍ دخپل منصب له لوړې کولو وروسته دخیبر پښتونخوا نګران وزیراعلا اعظم خان ویلي وؤ دی به دخپلې واکمنۍ په موده کې د مرکز سره دخیبر پښتونخوا دبقایاجاتو،این ایف سي ایوارډ کې دصوبې دبرخې، این ایچ پي اؤ دضم شوؤ قبایلي ضلعو دپنګو ستونزې راپورته کوي.

تر دې وړاندې خېبر پښتونخوا کې دتحریک انصاف دتېر حکومت پخواني وزیراعلا محمود خان په مرکز تورونه لګول چې دصوبې اؤ قبایلي ضلعو کومې پیسې ورپاتې دي هغه صوبې له نه ورکوي چې له امله یې صوبې سره دپیسو کمښت پیدا شوی دی اؤ خپلو مامورینو ته په وخت معاشونه هم نه شي ورکولی.

خو دمرکزي حکومت ایتلافي اؤ دپاکستان دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په دې وروستیو کې وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي وؤ مرکز چې دقبایلي ضلعو کومې پنګې صوبې له ورکړې دي دتحریک انصاف حکومت هغه پنګې دصوبې په نورو برخو کې لګولي دي.

په دې وروستیو کې مرکزي حکومت قبایلي سیمو کې دپنګو جوړولو لپاره یوه ځانګړې کمیټه هم جوړه کړې ده چې تحریک انصاف ګوند دغه کمیټه غیراییني بللې ده اؤ ددې پرضد یې پېښور هایکورټ ته عریضه کړې ده

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00