شاته

د ناروې شارژدافیر متقي ته: ښځو او نجونو ته د تعلیم د بشپړه لاس رسي اجازه ورکړئ

د افغانستان لپاره د ناروې سفارت شارژدافیر پال کلومان بکر د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره لیدنه کې د ښځو په کار او تعلیم د طالبانو حکومت د بندیز لیري کولو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي بکر د پنجشنبې په ورځ ناوخته جنورۍ ۲۶ (سلواغې شپږمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې له متقي سره لیدنه کې یې له نوموړي غوښتي چې ښځو او نجونو ته د تعلیم د لاس رسي بشپړه اجازه ورکړي.

نوموړي زیاته کړې چې ناروې د دغه مسئلې (د ښځو په کار او تعلیم د طالبانو حکومت بندیز) د هواري لپاره دوامداره تعامل ته ژمنه ده.

نوموړي زیاته کړې: "نن مې په کابل کې د بهرنیو چارو له وزیر متقي او همدارنګه د اقتصاد له وزیر حنیف سره وکتل. له دواړو څخه مې وغوښتل چې ښځو او نجونو ته تعلیم ته د لاس رسي بشپړه اجازه ورکړي او په غیر دولتي ادارو کې د ښځو د کار د بندیز پرېکړه لغو کړي. ناروې د دغه مسلې د هواري لپاره دوامداره تعامل ته ژمنه ده."

طالبان د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته په ټول هیواد کې په پرله پسې ډول پر ښځو او نجونو باندې محدودیتونه ولګول او نه یوازې یې ښځې په دولتي دفترونو کې د کار کولو څخه منع کړي بلکې په غیر دولتي موسسو کې یې هم د ښځو په کار بندیز ولګاوه.

همداشان طالبانو ښځې او نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زده کړو محرومې کړي دي او یوازې تر شپږم ټولګي پورې یې نجونو تعلیم ته اجازه ورکړې ده.

پر همدې مهال د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل ویلي چې د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر له امیر خان متقي سره لیدنه کې د بشري مرستو، امنیت، پراختیايي همکاریو ترڅنګ د سياسي مسائلو په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي تکل د ناروې د شارژدافیر له قوله ویلي چې هیواد یې له افغانستان سره اوږد مهاله اړیکو او د افغانانو لاسنیوي ته ژمن دی او په خبره یې ناروې به له افغانستان سره د سیاسي تعامل لپاره له نړیوالو شریکانو سره ګډ کار وکړي.

د بیان له مخې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغه لیدنه کې ویلي چې ناروې باید د خپلې تجربې او رول له مخې افغانستان او نړۍ سره نژدې کړي او د "نوي افغان حکومت مثبت اقدامات باید وستایل شي او مثبت ځواب ورکړل شي."

متقي همدارنګه ویلي چې پر افغانستان د فشارونو اچول ګټه نلري او د تعامل لپاره یې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

ضیاء احمد تکل د امیر خان متقي له قوله ویلي: "لکه تاریخ چې ښودلې، په افغانستان کې د فشار آپشنونه کارول ګټه نه لري او اوس باید یو له بل سره د همکاریو له لاري پر مخ ولاړ شو... په تأسف سره چې لا هم ځینې هیوادونو د فشار په آپشنونو باور لري."

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې یوځل بیا پر افغانستان واکمن شول خو تر اوسه هیڅ هیواد ددې ډلې حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول غربي هیوادونو په وار وار ټینګار کړی چې طالبان باید د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کیدو لپاره لومړی د خپلو خلکو رایې او نظر ته درناوی وکړي او د ښځو او نجونو، قومي لږکیو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه تامین کړي، ځکه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بقا یوازینۍ لار همدا ده.