شاته

د ايران او پاکستان تر منځ د تفتان دروازه پس د کلونو، د تګ راتګ او کاروبار لپاره بېرته پرانېستل شوه

کوټه ـــــ د ايران او پاکستان تر منځ د تفتان سرحدي دروازه پس د څو کلونو، د عامو خلکو د تګ راتګ او د کاروبار لپاره پرانیستل شوه، دا دروازه د کرونا ناروغۍ له کبله بنده کړل شوې وه.

د چارشنبې- شورو په ورځ پاکستاني او ايراني چارواکو په ګډه د تفتان دروازه پرانيستله او له دې سره سم د خلکو تګ راتګ او کاروبار ته اجازت ورکړل شو.

له ايرن سره تجارت کوونکی تجار محمد حافظ وايي له دې سره به يو وار بيا تجارت وده وکړي:

"د دروازې خلاصېدل د ایران او پاکستان په ګټه ده، دا پرېکړه د دواړو هیوادونو د کاروباریانو لپاره ښه ګام دی، د خلکو د تګ راتګ سره به کاروبار نور هم اسانه شي".

بل لوري ته په کوټه کې د ايران قونصل جنرل حسن دروېش د چارشنبې- شورو په ورځ د ايران په کونسلګرۍ کې خبریالانو ته ويلي، دوی پاکستان ته د ايران له چاه بهار او د پاکستان له ګوادر بندر سره سره د سيپېک پروژې په اړه مثبت تجویزونه وړاندې کړي دي.

ښاغلي حسن دروېش ويلي حکومت يې د پاکستان سره د بندرونو په شمول د رېل ګاډي له لارې هم تجارت يواځي فعالول نه بلکې په ښه توګه زياتول غواړي.

په کوټه کې د ايراني کونسلګرۍ چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل چې حسن دروېش روان کال پر 18 جنورۍ د بلوچستان او ايران سرحدي پولې ته نژدې په پنجګور کې د نامعلومو وسلوالو په بريد کې د څلورو پاکستاني عسکرو د وژنې پېښه غندلې او ويلي يې چې "ځينې قوتونه د ايران او پاکستان تر منځ د اړيکو خرابه ولو هڅې کوي".

هغه ويلي، "د داسې قوتونو د مخنيوي لپاره پکار دی چې دواړه ملکونه کوټلي ګامونه پورته کړي".

دروېش زياته کړې حکومت يې پولې ته نیژدې پاکستاني سیمو ته په ورکوونکې بجلۍ کې سل ميګاواټه اضافه کولو سره به ټوله 204 ميګاواټه ته ورسيږي.

په خبره يې له دې سره سره پاکستان ته د ګېس ورکولو لپاره ايران د خپلې برخې 1171 کیلوميټره پايپ اچولی خو وايي د پاکستان د برخې کار پاته دی چې تاوان يې دواړو ملکونو ته رسېږي.

وايي د دواړو ملکونو تر منځ تجارت تر پینځه اربه ډالرو ته د رسولو لپاره عملي ګامونه پورته کول ضروري دي.

دروېش وند زياته کړط د کردۍ پېغلې مهسه اميني د وژنې د پېښې په لړ کې د ايران دښمن قوتونو لاس درلود او غوښتل يې چې له همدې لارې پر ایران د انرنېټ يا هايبريډ جنګ مسلط کړي خو وایي هغه کاميابه نه شوه.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00