شاته

ایران د يورپین یونین او برطانيې په ځینو تنظيمونو او شهریانو په ضد پابندۍ اعلان کړې

ایران د یورپين یونین او برطانيې د ۳۴ کمپنو او کسانو په ضد پابندۍ اعلان کړي دي. ایران دغه ګام په ایران د یورپين یونین او برطانيې د بندیزونو په جواب کې اخیستی دی.

تېرکال د سېپټمبر په میاشت کې د ایراني پولیس په ولکه کې د ۲۲ کلنې کرد مېرمن مهسا امیني د مرګ وروسته په ګرد ایران کې د حکومت ضد مظاهرې راپارېدلې وې.

د ایران په احتجاجونو کې په سلګونو کسان وژل شوي او د انساني حقونو تنظیمونو د احتجاجونو په ضد د ایران د اقداماتو غندنه کړې ده. امریکې او نورو مغربي ملکونو په دې لړ کې په ایران او په یو شمېر ایراني چارواکو بنديزونه لګولي دي.

یورپين یونین، امریکې او برطانيې د نهې، سه شنبې، په ورځ په ایران نوي بندیزونه اعلان کړل. هم په دغه ورځ ایران وویل چې د مغربي ملکونو د اقداماتو جواب به ورکوي.

د بندیزونو په څلورمه لړۍ کې يورپین یونین د ایران په ۳۸ چارواکو او ادارو د سفر او د اثاثو د منجمد کېدو پابندۍ ولګولې.

برطانيې هم د ایران پېنځه نور چارواکي او تنظیمونه د بندیزونو په فهرست کې شامل کړل.

د يورپين یونین او د برطانيې د بندیزونو په جواب کې د ایران خارجه وزارت د شورو، چهارشبنې، په ورځ خپل بیان کې وویل چې د يورپين یونین او د برطانیې په ضد بندیزونو کې سفري پابندۍ او د بېنک اکاونټونو منجمد کېدل شامل دي.

د ایران د بندیزونو په فهرست کې د یورپين یونین ۲۵ او د برطانيې نهه نومونه شامل دي.

د ایران په فهرست کې د سوېډېش ډېنېش شهري رېسموس پېلوډان نوم هم شامل دی چې تیره هفته يې په سويډن کې قران سوزولی و. د هغه د اقدام په سر د اسلامي نړۍ احتجاج راپارولی و.

د ایران په بندیزونو کې په شاملو یورپي او برطانوي کسانو او تنظیمونو تهران د ترهګرۍ او د ایراني ولس په ضد د ترهګرۍ او د تشدد د راپارولو الزام ولګولو.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00