شاته

د ملګرو ملتونو استازی: طالبانو ډاډ راکړی غیرسرکاري ادارو کې د ښځو د کار په اړه به بل لارښود خپور کړي

واشنګټن ـــــ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د راتلونکې جمعې په ورځ د افغانستان په اړه بیا ځانګړې غونډه کوي چې پکې به له کابله د ستانه شوي پلاوي مشره آمنه محمد د ښځو او نجونو د کار او تعلیم په اړه له طالبانو سره د لیدنو حال ورکوي. بل لور ته په کابل کې د ملګرو ملتونو د بل پلاوي مشر وایي، د طالبانو مشرانو ورته ډاډ ورکړی چې په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو د کار په اړه به ژر یو بل لارښود خپور کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري همږغۍ د ادارې «اوچا» مشر مارټین ګریفیټس له تېرو څلورو ورځو راهیسې په کابل کې د طالبانو د رئیس الوزراء یا وزیراعظم له مرستیال، د بهرنیو او کورنیو چارو له وزیرانو او ګڼ شمېر نورو وزیرانو سره لیدلي او په دې هېواد کې د بشري مرستو پر بهیر یې ورسره خبرې کړې دي.

مارټین ګریفیټس د شورو- چارشنبې په ورځ‌ وویل،‌ طالبانو ته یې ساده پیغام دا وو چې په مرستندویه ادارو کې د ښځو پر کار بندیز به بشردوستانه کارونه ډېر له ستونځو سره مخ کړي، وایي ښځې حق لري چې باید کار وکړي.

ښاغلي ګریفیټس رسنیو ته ویلي، د طالبانو د هغې پرېکړې هرکلی کوي چې د روغتیا او تعلیم د برخې په غیرسرکاري ادارو کې یې بیرته ښځو ته د کار اجازه ورکړې ده، خو وایي دا استثنی باید پراخه شي، چې ټولې مرسته کوونکې ادارې د خپلو ښځینه کارکوونکو په مرسته خپل کارونه بیرته پیل کړي:

"هغه څه چې ما له دوی ټولو واورېدل دا دی چې دوی [طالبان] د افغانو ښځو لپاره د کار په اړتیا، عمل او حقونو پوهېدلي دي او دوی به په دې برخه کې پر ځینو تګلارو کار وکړي چې موږ به یې په ټاکلي وخت کې ووینو او هغه به ضرور دغو اړتیاوو ته د دوی جواب وي".

مارټین ګریفیټس وایي نړیوالو بشردوستانه ادارو د ده په استازیتوب او په کابل کې چې ده د ادارو له استازو سره لیدلي، لږ تر لږه ټول پر دې یوه مرکزي ټکي سره یو دي او هغه دا چې هر ځای د دوی لپاره له ښځینه کارکوونکو سره یو ځای د بشري مرستو رسولو امکانات وي دوی به دا کار وکړي.

د طالبانو حکومت لا تر اوسه په دې اړه یو ښکاره دریځ نه دی وړاندې کړی چې په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو د کار په اړه یې د ملګرو ملتونو ورغلي پلاوي ته څه جواب ورکړی او یا په راتلونکي کې په دې اړه څه پلان لري.

رویټرز خبري ایجنسۍ وايي د طالبانو یوه ویاند د ښاغلي ګریفیټس د څرګندونو په اړه تبصره ونه کړه، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي سراج ‌الدین حقاني د شورو- چارشنبې په ورځ‌ له مارټین ګریفیټس سره لیدلي او هغه ته یې ویلي، "د افغانستان د تعلیم نظام په اړه د نظرونو توپیر شته چې حل به شي".

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جنورۍ پر 27مه د افغانستان په اړه یوه بله ځانګړې غونډه وکړي چې متحده عرب اماراتو، جاپان او فرانسې د دې ناستې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د عرب اماراتو د دفتر ویانده شهاد مطر وایي، دا غونډه به د تېرې غونډې په څېر د بندو دروازو تر شا کېږي. مېرمن مطر د شورو- چارشنبې په ورځ‌ پر ټویټر لیکلي:

"په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو مرستیاله مشره آمنه محمد افغانستان ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړي، چې په دې هېواد کې یې څه ولیدل او د طالبانو د حکومت چارواکو ته یې څه پیغامونه ورکړل".

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جنورۍ پر 13مه هم د افغانستان پر حالاتو غونډه کړې وه، د ځینو رپوټونو له مخې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په تېر شاوخوا یونیم کال کې د بېلابېلو هېوادوانو او ملګرو ملتونو له خوا تقریباً لس غونډې شوې دي، خو په دغو اکثرو غونډو کې د طالبانو استازو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

د یورپي اتحاد د بهرنیو چارو او د امنیتي پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل پونټېنیس د ملګرو ملتونو د عمومي مشر له مرستیالې آمنه محمد سره لیدلي او د افغانستان پر حالاتو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حالت په اړه یې ورسره خبرې کړي دي. ښاغلي بوریل د جنورۍ پر 24مه پر خپل ټویټر لیکلي:

"یورپي ټولنه له ملګرو ملتونو سره په ګډه د افغانستان له خلکو په ځانګړې توګه له ښځو او نجونو سره ولاړه ده".

طالبانو تر شپږم ټولګي پورته تر پوهنتون پورې د نجونو تعلیم ځنډولی او په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار له بندیز سره سره یې د ښځو ولسي ژوند محدود کړی چې په نړیواله توګه یې کلک مخالفت شوی، له همدې کبله د نړۍ هیڅ هېواد لا د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00