شاته

ګریفیټس: د نجونو او ښځو د تعلیم او کار ستونزه باید حل شي؛ حقاني: طالب مشران د نظر اختلاف لري 

په بشري چارو کې د ملګروملتونو د عمومي منشي مرستیال مارتین ګریفیټس په مشرۍ یو پلاوي کابل کې د طالبانو د چارواکو سره د لیدو کتو په لړ کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست سراج الدین حقاني سره هم کتلي او ورسره یې د کار او تعلیم څخه ښځو او نجونو د محرومیت په مسلو خبرې کړي دي.

د ملګروملتونو دغه جګپوړې پلاوی دوه ورځې دمخه افغانستان ته راغلی دی.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ جنوري ۲۵ (سلواغې پنځم) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د ملګروملتونو د عمومي منشي مرستیال کار ته د ښځو د بیرته ستنیدلو او پر نجونو باندې د زده کړو په برخه کې د لګیدلو محدودیتونو د لیرې کولو غوښتنه وکړه.

په دې اعلامیه کې د ګریفیټس له قوله ویل شوي " مونږ باید خپلې کړنې مخکې له مخکې ډیرې تر انتقاد لاندې ونه نیسو، ځکه چې له حد څخه زیات انتقادونه د تفاهم لاره تړي، خو د ښځو په کار او تعلیم باندې ټینګار کوو او باید هرڅومره ژر چې کیږي دا ستونزه حل شي."

طالبان د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته په ټول هیواد کې په پرله پسې ډول پر ښځو او نجونو باندې محدودیتونه لګولي دي او نه یوازې یې ښځې په دولتي دفترونو کې د کار کولو څخه منع کړي بلکې په غیر دولتي موسسو کې یې هم د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

همداشان طالبانو ښځې او نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زده کړو هم محرومې کړي دي او یوازې تر شپږم ټولګي پورې یې نجونو تعلیم ته اجازه ورکړې ده.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني د ملګروملتونو دغه لوړپوړې پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې افغانستان کې د ښځو د کار او د نجونو د تعلیم په برخه کې دایمي محرومیت مطرح نه دی او دا ستونزه به ژر حل شي.

ښاغلي حقاني ویلي، چې زده کړې د ټولنې اساسي اړتیا ده. خو دا یې منلې ده چې د طالب مشرانو په منځ کې "په تعلیمي نظام کې د نظرونو تفاوت شته چې د حل کېدو وړ دی".

د ملګروملتونو دغه جګپوړې پلاوي تیره ورځ د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا د دوهم مرستیال ملا عبدالسلام حنفي سره هم په کتنه کې اړو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو په بهیر کې د ښځو په ونډه باندې ټینګار کړی و.

په ورته وخت کې د ملګروملتونو د یونسکو د ادارې عمومي رئیسې ادرې ازولي، د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت یو ځل بیا افغانستان کې د نجونو او ښځو په ګډون ټولو ته د زده کړو پر بیرته پیلیدو ټینګار کړی دی.

میرمن ازولي ویلي "زمونږ سازمان په افغانستان کې په دوامدار ډول د ټولنو سره له نږدې کارکوي ترڅو د زده کړو دوام که د سواد د زده کړو د کورسونو له لارې وي او که د راډیوي خپرونو له لارې هدف د خلکو کورونو ته د پیغام رسول دي".

یونسکو د روان ۲۰۲۳ میلادي د جنورۍ ۲۴ افغان نجونو ته ځانګړې کړې ده، همداشان دغې ادارې ویلي، چې په افغانستان کې به د پوهنې د بهیر څخه خپلې څارنې ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړی، چې طالبان تعلیم د هرافغان لپاره ضرورت ګڼي.

د پوهنې وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې د ستونزو سره سره دغه وزارت افغانستان کې د ۱۹ زره ښوونځیو، د ۱۳ زره دیني مدرسو او د زرګونو نورو ښوونیزو مرکزونو دروازې د زده کوونکو پرمخ پرانیستې پریښې دي.

دغه وزارت ویلي اوس مهال د دوه نیم میلیونو نجونو په ګډون لس میلیونه زده کوونکي په دغو ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي.

خو د پوهنې وزارت په اعلامیه کې له شپږم ټولګي څخه د پورته ښوونځیو د پرانیستلو په اړه څه نه دي ویل شوي.