شاته

د امریکا د پخواني ولسمشر د مرستیال مایک پنس په کور کې محرم اسناد موندل شوي

یو جګپوړي امریکایي قانون جوړونکي د سه شنبې په ورځ جنوري ۲۴ (سلواغې څلورمه) وویل چې تیره اوونۍ د امریکا د پخواني ولسمشر مایک پنس له کور څخه محرم اسناد موندل شوي دي.

د امریکا د استازو مجلس د نظارت د کمیتې مشر جیمز کومر ویلي دغه اسناد د مایک پنس د یو وکیل له خوا موندل شوي ‌او بیا د متحده ایلاتو د فدرالي تحقیاتو ادارې "اف بي آی" ته سپارل شوي دي.

ښاغلي کومر په یوې بیانیه کې وویل له پنس سره د هغه د اندیانا په کور کې د موندل شویو محرمو اسناد په اړه تماس نیول شوی دی.

نوموړي وویل چې د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست احتمالي کاندید د کانګرس له تحقیقاتو سره د "بشپړې همکارۍ" ډاډ ورکړی دی.

تر اوسه nh روښانه نده چې اسناد څه محتویات لري او په کومه اندازه محرم دي.

پنس په کور کې دغه اسناد په داسې حال کې موندل کیږي چې تر دې مخکې د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن له شخصي دفتر او کور څخه هم محرم اسناد وموندل شول.

تر دې وړاندې د امریکا د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د فلوریډا له ماڼۍ څخه هم خورا زیات محرم اسناد ترلاسه شوي وو او اوس داسې ادعاوي کیږي چې ټرمپ د اف بي آی د تحقیقاتو مخه نیولې ده.

کومر د ټرمپ قضیې ته له اشارې پرته وویل:"د پخواني ولسمشر د مرستیال پنس شفافیت په بشپړ‌ډول د بایډن د سپینې مانۍ د کارکوونکو سره په تضاد کې دی کوم چې اوس هم له کانګرس څخه خپل معلومات پټوي."

سي ان ان د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې پنس له خپل وکیل څخه غوښتي‌ دي چې د هغه کور په "ډیر احتیاط" سره وپلټي.

ویل کیږي څارنوال تیره اوونۍ د پنس په کور کې څلور بکسونه وکتل چې پکې "لږ شمیر" محرم اسناد هم وموندل شول.

ددې راپور په جوړیدو کې د فرانسې خبري آژانس له موادو کار اخیستل شوی دی