شاته

بلینکن: نړیوالې ټولنې تمه لرله طالبان به د افغانو ښځو او نجونو حقونه وساتي خو له خپلو ژمنو پر شا شول

واشنګټن ـــــ د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلېنکن وايي، امریکا او نړیوالې ټولنې تمه لرله چې طالبان به د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونه وساتي خو هغوی له خپلو ژمنو پر شا شول.

په افغانستان کې د ژمي راتګ او د کابل په ګډون په نورو سړو سیمو کې د واورو ورېدو د خلکو ژوند لا ستونځمن کړی او مرستو ته یې اړتیا زیاته شوې خو میاشت په پوره کېدو ده چې طالبان لا پر خپله هغه پرېکړه ولاړ دي چې په بهرنیو او کورنیو غیرسرکاري ادارو کې یې ښځې له کارونو منع کړې دي او بهرنۍ مرسته کوونکې ادارې وایي تر خلکو دغه مرستې له خپلو ښځینه کارکوونکو پرته نه شي رسولای.

دغو حالاتو ته په کتو د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن وایي، دوی ولیدل چې طالبانو د کومو ښو کارونو ژمنه کړې وه اوس یې یا نه شي کولای او یا نه غواړي چې ویې کړي.

بلینکن د جنورۍ پر 20مه د شیکاګو پوهنتون «د سیاست انسټیټیوټ» له مشر ډېویډ ایکسلروډ سره د خبرو په وخت وویل، نه یواځې امریکې بلکې نړیوالې ټولنې چې له طالبانو کومه تمه لرله هغسې یې ونه کړل. ښاغلي بلینکن وویل:

"زموږ تمه دا وه چې دوى به د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي خو دا له خپلو ژمنو د دوی یو ستر پر شاتګ وو او موږ پر داسې لارو چارو غور کوو چې د دوی دغو اقداماتو ته سم جواب ووایو."

اینټني بلینکن یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو ملاتړ وکړ، ځکه چې وایي ترهګري یې هلته ځپلې ده او چې د کومو ناوړه نتایجو پېشبیني کېده، لږ تر لږه تر دې دمه یې داسې شواهد نه دي لیدلي:

"موږ تر اوسه له افغانستانه د ترهګرۍ زیاتېدل نه دي لیدلي او که چېرې ولیدل شي چې ترهګر هلته شته او پناه ورکول کېږي نو موږ کولای شو چې بیا ورباندې برید وکړو، څنګه چې مو له ایمن الظوهري سره وکړل."

طالبانو لا د اینټني بلینکن خبرو ته څه رسمي جواب نه دی ویلی، خو د دوی د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له الجزیره ټیلیویژن سره په تازه مرکه کې ویلي، نړیواله ټولنه باید خپل ارزښتونه پر دوی ونه تپي، وایي د نجونو پر لوړو زدکړو یې بندیز نه دی لګولی بلکې ځنډولي یې دي:

"دا د افغانستان یوه کورنۍ مسئله ده او موږ هڅه کوو چې دې ته د حل څه لاره ولټوو، خو د دې حق باید هیچاته نه وي چې موږ ته د سزا راکولو او یواځې کولو ګامونه واخلي او د افغانستان ځپل شوي خلک نجونې او ماشومان سزا کړي، د دې حل مثبتې اړیکې او ګډ کار دی".

د ملګرو ملتونو یو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته د خپل څلور ورځني رسمي سفر تر پای ته رسېدو وروسته بیرته ستون شوی دی او د طالبانو له حکومته یې د هغو فرمانونو د بیرته اخیستو غوښتنه کړې ده چې وایي د ښځو او نجونو حقونه پکې محدود شوي دي.

د دې پلاوي مشرې د ملګرو ملتونو مرستیالې آمنه محمد د شنبې- خالي په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي، "زه چې له افغانستانه وځم، زه کلک باور لرم چې له افغانو مېرمنو او نجونو سره د یووالي په اراده موږ کولای شو د دوی د تعلیم او کار حقونه بیرته ترلاسه کړو".

بل لور ته د افغانستان لپاره د امریکې مخکیني استازي زلمي خلیلزاد د ایران د یوه مشهور دیني عالم یوه وېډیو خپره کړې، چې هغه پکې د اسلام له نظره د نجونو او هلکانو پر تعلیم ټینګار کوي. خلیلزاده دې وېډیو ته لیکلي:

"د طالبانو هغه مشران چې له سکولونو او پوهنتونونو یې نجونې او ښځې منع کړې دي باید د مولوي عبدالحمید خبرې واوري. هغه [د جمعې] په خپله خطبه کې وایي نارینه او ښځې د تعلیم په برخه کې برابر حقونه لري او هیڅ حکومت یا مشر له دې انکار نه شي کولای".

مولوي عبدالحمید د جمعې د لمانځه په وینا کې د طالبانو حکومت نه دی یاد کړی، خو افغانستان په سیمه او نړۍ کې یواځینی ملک دی چې طالبانو پکې له شپږم ټولګي پورته په سکولونو او پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو تعلیم ځنډولی دی.

د ازادي رېډیو د رپوټ له مخې مولوي عبدالحمید په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو خوشحالي ښکاره کړې وه، خو وروسته یې د ښځو د تعلیم په اړه د دوی له سختدریځيو سره مخالفت کړی وو.

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې واورو لارې بند کړي خو د پوليو کمپين روان دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00