شاته

چارسده: په پولیسو برید کې دوه عسکر وژل شوی، یو ژوبل

پوليس وايي د خېبر پښتونخوا په چارسده ضلعه کې د پوليسو په چېک پوسټ بريد شوی چې پکې دوه پوليس عسکر وژل شوی او یو ژوبل دی

څيړونکي وايي په نزديو کې په خېبر پښتونخوا کې د وسله والو بريدونه زيات شوي دي او ويره ده چې په راتلونکې کې دا نور هم سېوا شي۔

د چارسدې دپوليسو وياند صفي الله ډيوه ته وويل د خيالي په ورځ ماذيګر ناوخته د دریوو وسله والو په ډزو کې د وژل شوي یو پوليس عسکر جنازه د چارسدې پوليس لاين کې شوې او ژوبل شوي عسکر علاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي۔

نوموړي وويل په موټر سايکل سورو دریوؤ نامعلومه وسله والو په چېک پوسټ ډزې کړي او په جوابي ډزو کې يو وسله زخمي شوی کوم چې وسله والو د ځان سره وړی دی۔

صفي الله زياته کړه د پېښې وروسته په علاقه کې د لټون عمليات روان دي خو تر دې دمه د کومو مشکوکو وسله والو د نيولو په اړه یې څه نه دي ويلي۔

دچارسدې دپولیسو مشر سهیل خالد رسنیو ته ویلي دې برید کې یو عسکر وژل شوی خو دشپې ناوخته دپولیسو سرچینو وویل چې د ژوبلو دوؤ پولیسو عسکرو څخه هم د رمیز په نوم یو عسکر وروسته په هستال کې ساه ورکړې ده.

ددې پېښې ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې ده۔

دې نه وړاندې د زيات په ورځ د خېبر ضلعې په تخته بېګ سيمه کې د پوليسو په څوکۍ ځانمرګي بريد شوی وو چې پکې درې پوليس عسکر وژل شوي وو ۔

تر دې وړاندې د 13مې او 14مې جنورۍ په مينځ شپه کې د پېښور په سربند علاقه کې د ترهګرو یو بريد کې یو پولیس ډي اېس پي سردار حسېن، او دوه پولیس عسکر ارشاد او جهانزېب وژل شوي وو.

د دې دواړو پېښو ذمه واري هم تحريک طالبان پاکستان منلې وه۔

د روانې مياشتې په وړومبیو پينځلسو ورځو کې تحريک طالبان پاکستان د دوه ويشتو بريدونو ذمه وارۍ منلې وې.

څيړونکی او خبريال ناصر داوړ وايي کله نه چې د حکومت او ټي ټي پي تر مېنځه ډز بندي ختمه شوې د وسله والو په بريدونو کې زياتوالی راغلی دی.

"د مذاکراتو په وخت وسله والو د صوبې هرې ضلعې ته ځان رسولی دی، دوي ښه فعاله دي او ورځ تر بلې د امنيت وضعه په خرابېدو ده"

څيړونکي وايي په خېبرپښتونخوا صوبه کې په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو باندې دبربدونو ترځنګ د ځایي خلکو د هدفي وژنو، قلنګ غوښتلو او د تښتولو پیښې هم سېوا شوي دي.

په دويمه جنورۍ دوزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د قامي سلامتيا غونډه شوې او تر هغې وروسته د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ویلي وو د پاکستان رياست به د خپلې عملدارۍ چېلنج کوونکو ترهګرو دپاره د هيڅ زغم نه لرلو پالیسي خپلوي او په امن به هيڅ سودا نه کيږي. او په اقتصادي تګلاره به اقتصاد بحالوي او ولس ته به اسانتياوې ورکوي".

په اسلام اباد کې څېړنيزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل کلني رپورټ کې ويلي چې په کال 2022م کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ 376 پېښې شوي چې پکې 282 امنیتي اهلکار وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې واورو لارې بند کړي خو د پوليو کمپين روان دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00