شاته

شمالي وزيرستان: د تېلو د کمپنۍ تښتول شوي کارکوونکي خوشي کړی شوي

د افغانستان سره په پوله د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د تیلو لټولو شرکت ماړي پيټرول کمپنۍ څلور کارکوونکي چې نامالومو کسانو تښتولي وو، د امنیتي ځواکونو عملیاتو په پایله کې خوشي کړل شوي ویل شوي په عملیاتو کې دوه وسله وال هم وژل شوي دي.

د شمالي وزیرستان پولیس دا پېښه تايید کړې او ويلي يې دي د جنورۍ په 19 مه د شمالي وزیرستان مرکز میرانشا سیمه کې د تیلو د اکتشافي کمپنۍ څلور کارکوونکي تښتول شوي وو.

د پولیسو مشر فرحان خان دفتر چارواکو وویل ټول څلور تنه غېر مقامي وو چې د تیلو لټولو یو شرکت ماړي پیټرولیم کمپني سره سروېر وو.

د دوی په وینا د میرانشا اتغر سیمې څخه د بیرته راستنیدو په حال ماښام ورک شوي او د دوی د خلاصون لپاره هڅې روانې وې.

امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه سره شریکو کړو مالوماتو کې ویلي تر دغه پېښې وروسته امنیتي ځواکونو ټوله سیمه په ګېره کې اخستې او د لټون عملیات یې پیل کړي وو.

د دوی په وینا میرانشا سیمه کې وسله والو سره نښته شوې چې پکې دوه وسله وال وژل شوي او د دوی د قبضې څخه تښتول شوي ماړي پیټرولیم کمپنۍ څلور کارکونکي خوشي کړل شوي دي.

د سرچینو په وینا د وسله والو په ډزو کې دوه امنیتي عسکر هم ټپیان شوي دي.

د وژل شويوکسانو پیژندګلو نه ده څرګنده کړې خو په سیمه کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل د وژل شوو کسانو تړاو د وسله والو علیم خان ډلې سره وو او د ډېر وخت نه امنیتي ځواکونو ته مطلوب وو. خو دغه دعوې تصدیق نه دی شوی.

علیم خان لومړی د ګل بهادر ډلې سره وو او ورسته بیا تحریک طالبان پاکستان سره شامل شو خو تراوسه دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

په 28 نومبر ټي ټي پي د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې او د بريدونو زمه وارۍ منل يې پېل کړي دي.

په ورستيو کلونو کې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف عملیات کړي او يلي يې دي چې سیمه یې د وسله والو نه خالي کړې ده خو د سیمې اوسېدونکي وايي د علاقې امنیت د تسلۍ وړ نه دی.

د ضرب عضب عملیاتو نه وروسته خلک په دوام داره توګه په سيمه کې د امن برقرار ساتلو غوښتنه کوي.

په خېبرپښتونخوا صوبه کې په دې ورستیو کې په امنیتي ځواکونو باندې بربدونو کولو ترځنګ د ځایي خلکو د هدفي وژنو، قلنګ غوښتلو او د تښتولو پیښې چټک شوي دي.

په دويمه جنورۍ د ملک وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د قامي سلامتيا غونډه شوې او تر هغه وروسته د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ویلي وو د پاکستان رياست به د خپلې عملدارۍ چېلنج کوونکو ترهګرو دپاره د هيڅ زغم نه لرلو پالیسي خپلوي او په امن به هيڅ سودا نه کيږي. او په اقتصادي تګلاره به اقتصاد بحالوي او ولس ته ته اسانتياوې ورکوي".

په اسلام اباد کې څېړنيزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل کلني رپورټ کې ويلي چې په کال 2022م کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ 376 پېښې شوي چې پکې 282 امنیتي اهلکار وژل شوي دي.

په رپورټ کې ویل شوي چې په دغو 376 حملو کې د 57 بريدونو پړه د پاکستاني طالبانو ډلې ټي ټي پي، داعش او بلوچستان لبریشن ارمي پغاړه اخیستې ده.

د رپورټ ترمخه د ترهګرۍ د پېښو په نتیجه کې ټول 972 کسان وژل شوي دي او په مجموعي ډول پښتونخوا کې د تشدد په پېښو کې غېر معمولي اضافه ليدل شوې چرته چې په بېلابېلو پېښو کې په وژنو کې 108 فيصدي اضافه شوې ده

د رپورټ ترمخه په کال 2022 کې د ترهګرۍ په 376 حملو کې 533 کسان وژل شوي او 832 ژوبل شوي وو.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00