شاته

د بشري حقونو کمیشن پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قوانینو کې په وروستيو بدلونونو اندېښنه ښودلې

پاکستان کې د بشري حقونو خپلواک غېر دولتي تنظيم اېچ ار سي پي د تېرې جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ کې د مذهب د سپکاوى په قوانینو کې په وروستيو بدلونونو سخته اندېښنه څرګنده کړې ده.

تنظیم پخپل بیان کې ویلي په داسې حال کې چې د بشري حقونو ډلې د مذهب د سپکاوى د لانجمنو قوانینو د ناسم استعمال د مخنیوي لپاره په دې کې د بدلون غوښتنه کوي نو ددغه قانون لاندې په سزاګانو کې اضافه کول بېخي ددې برعکس عمل دی.

د پاکستان قامي اسمبلۍ د صحابه کرامو د سپکاوى خلاف قانون کې د سزاګانو زياتولو په اړه قانوني مسوده منظوره کړې ده چې تر مخه یې د پېغمبر اسلام د ملګرو یا اصحابو په سپکاوي د تورن تن لپاره سزا لږه تر لږه د لسو کلونو بند او لسو لکو روپو جرمانې ته د زياتولو وړانديز شوی دی.

د بشري حقونو خپلواک سازمان په خپل بيان کې د جنورۍ په 17 مه نېټه د قامي اسمبلۍ لخوا په متفقه توګه منظور کړی شوي د کال 2023 د فوجدارۍ په ترميمي قانون سخته اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي که څه هم د یادې قانوني مسودې مقصد د فرقه واريت مخه نيول بیان کړی شوي خو زياتوي سازمان فکر کوي چې دې سره به په پاکستان کې د وړاندې څخه ستونزو او مشکلاتو سره مخ په مذهبي لږکیو او مذهبي فرقو ظلم او جبر کې اضافه وشي.

د اېچ ار سي پى ترمخه په مجوزه قانون کې د پېغمبر اسلام د کورنۍ او اصحابو د سپکاوي ضد قانون کې د سزا موده د دريو کلونو څخه د عمر قېد سزا ته زياته کړې شوې ده او په تجویز شوي قانون کې دا جرم ناقابل ضمانت ګرځول شوی دی، کوم چې د نهمې مادې لاندې د شخصي ازادۍ د دستوري ضمانت ښکاره سرغړونه ده.

په پاکستان کې د بشري حقونو ډلې او ځنې سياسي فعالين پداسې حال کې ددې قانون د ناسم استمال د کارېدو وېرې څرګندوي چي په هېواد کې د وړاندې څخه د مذهب د سپکاوى سپکاوي په دې لانجمن قانون نېوکې کېږي او په دې کې د بدلون غوښتنې کوي.

په پاکستان کې د لږکيو د حقونو لپاره دکار کونکي غېر دولتي تنظيم سنټر فار سوشل جسٹس مشر پيټر جېکب ډيوه سره خبرو کې وايي په مجموعي توګه هېواد کې د مذهبي د سپکاوي د قانون پاېلې ښې نه دي راوتلي او دا واضحه ده چې یاد قانون مدام غلط کارول شوی دی.

ښاغلي جیکب وویل د کال 1994 نه تر 2022م پورې د مذهب د سپکاوى د قانون په تور کې د جېلونو دننه او لارو کوڅو کې نزدې 85 کسان د عدالت پرته وژل شوي دي او زياتوي د دوي د څېړنو ترمخه په تېرو څو لسیزو کې د مذهب د سپکاوى په تور کې په 200 کسانو مقدمې درج شوې دي.

د بشري حقونو تنظیم د مذهب د سپکاوي دقانون غلط اسعتمال ته په اشاره وېلي، په پاکستان کې ددې قانون د ناسم استعمال په ترڅ کې وېره ده چې دا مجوزه ترميمونه به زياتره د مذهبي لږکیو او مذهبي فرقو خلاف د وسلې په توګه وکارول شي او ددې په نتیجه کې به د دروغو مقدمو، وېرولو او ظلم جبر ته وده ترلاسه شي.

د پاکستان د وزير اعظم شهباز شريف د مذهبي هم غږۍ سلا کار مولانا طاهر اشرفي ډيوه ته وايي په پاکستان کې د مذهبي لږکیو ټول دستوري حقونه خوندي دي.

هغه وايي زما په فکر پرته له دې که يو تن مسلمان وي او که غېر مسلم وي باید چې ټول يو شان په قانون عمل وکړي او ددې د ناسم استعمال څخه ډډه وکړي.

اېچ ار سي پى دا اندېښنه هم څرګنده کړې چې د مذهب د سپکاوى په قانون کې د سزاګانو په سېوا کولو سره به سم ددې په ناسم استعمال کې اضافه راشي.

د بشري حقونو نړیوال تنظیم هيومن راېټس واچ د کال 2022م په خپل رپورټ کې هم ویلي وو چې د پاکستان حکومت د مذهب د سپکاوى قانون د ناسم استعمال د مخې نيولو لپاره په دې کې بدلون راوستو کې پاتې راغلی چې د مذهبي لږکیو پر وړاندې تاوتریخوالی رامنځ ته کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00