شاته

د ناروې د کډوالۍ شورا مشر: افغانستان کې مو کارونه په ټپه درېدلي

د ناروې د کډوالۍ شورا مشر اندېښنه څرګنده کړه چې د ښځینه کارکونکو له موجودیت پرته دوی نه‌شي کولی په افغانستان کې حیاتي مرستې بېرته پیل کړي.

جان اېګلند تېر ماښام (د جنورۍ ۸ مه) کابل ته له رسېدو وروسته په ټوېټر کې وویل، له دې امله چې ښځینه کارکوونکې نه‌لري، په افغانستان کې ښځو او ماشومانو ته نه‌شي رسېدلای.

ټول دفترونه خالي او په افغانستان کې يې ټول فعاليتونه په ټپه درېدلي دي.

ښاغلي ایګلنډ دا هم وویل چې، د ناروې د کډوالۍ شورا د افغانانو ټولو ارزښتونو ته درناوی کوي چې په هغو کې د هغوی د جامو، سفر او کاري چاپيریال مسایل شامل دي.

خو هغه اعلان وکړ چې د دې ادارې نږدې ټول دفترونه خالي او په افغانستان کې يې ټول فعاليتونه په ټپه درېدلي دي.

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو تېره شپه په یوه ټویټ کې ویلي چې، په افغانستان کې له ټولنیز ژوند څخه د ښځو او نجونو د ایستلو خطرناک کمپاین باید پای ته ورسيږي.

د دغه سازمان په وینا په نړۍ کې هیڅ هېواد د خپل نیمايي نفوس په حذف سره مخته نه‌شي تللی.

ملګرو ملتونو زیاته کړې، چې د افغانستان د راتلونکي لپاره د ښځو او نجونو ونډه خورا حیاتي ده.

په افغانستان کې د دغه سازمان مرستندویه ماموریت یوناما په یوه ټویټ کې ویلي چې، د طالبانو له‌خوا د ښځو پر وړاندې تبعیض افغانانو ته د حیاتي مرستو د رسولو مخه نیسي او د افغانستان اقتصاد ته سخت زیان رسوي.

یوې ښځې چې نه‌یې غوښتل د امنیتي دلایلو له امله یې نوم واخیستل شي ازادي راډيو ته په یوه پیغام کې وویل چې له بشري مرستو پرته خلک ډېر زیانمنيږي.

"همدا دفترونه وو چې د خلکو ملاتړ یې کاوه، خلکو ته یې ډوډۍ او اوبه ورکولې

يادې ښځې وويل: "همدا دفترونه وو چې د خلکو ملاتړ یې کاوه، خلکو ته یې ډوډۍ او اوبه ورکولې، خو له بده مرغه اوس مؤسسې تړل شوي دي او هغه ښځې چې کورونو ته تللې او د بې‌وزلو د حال پوښتنه یې کوله او مرسته یې کوله، په کور ناستې دي. زما غوښتنه دا ده چې دا دفترونه بیا پرانيستل شي."

شاوخوا درې اوونۍ وړاندې طالب چارواکو په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز اعلان کړ.

د دوی ادعا دا وه چې په ځینو دفترونو کې حجاب نه مراعات کېده.

افغان مېرمنو د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې لاريونونه وکړل.
افغان مېرمنو د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې لاريونونه وکړل.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر مشر مارتین ګریفیتس خبرداری ورکړی و چې که طالبان په غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیزونه لرې نه‌کړي د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې ځينې موسسې به ونه توانيږي خپل بشردوستانه او مرستندویه پروګرامونه فعاله وساتي.

د هغه په وينا، د طالبانو له نويو بنديزونو سره د ملګرو ملتونو هغه الوتنې، چې کابل ته د بشري مرستو لپاره نغدي مرستې لېږدولې هم بندې شوې دي.

په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې، په نادولتي ادارو کې د ښځو د کار له محدودېدو وروسته تر ۱۵۰ ډېرو بنسټونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه په بشپړ یا قسمي توګه بند کړي دي.

د افغانستان کمزوری اقتصاد چې شاوخوا ۱۷ میاشتې وړاندې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له پراخو ننګونو سره مخ شو، اوس یوه نوي پړاو ته داخل شوی او د ژمي په سړه هوا کې د مرستو د بیا پیلېدو په اړه بې باورۍ د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.

اړوند مطالب