تخار کې د لیمو د حاصلاتو زیاتوالی؛ بزګران د بازار له نشتوالي شکایت کوي
د تخار ولایت د کوکچې سیند پورې غاړې ولسوالیو یو شمېر بڼوالان وايي چې سږکال په دې ولایت کې د لیمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، خو د بازار له نشتوالی شکایت کوي.
د تخار د دشت قلعه ولسوالۍ یو بڼوال عبدالمقتدر چې له ۸ کالو راهیسې د لیمو بڼوالۍ ته یې مخه کړې ازادي راډیو ته وویل: "موږ د لیمو د روزنې په برخه کې ډېر زحمتونه ګاللي دي، ځکه د لیمو بڼوالي ساده کار نه دی. سږکال حاصلات ښه دي، خو بازار نه لري. موږ یو من لیمو په ۳۵۰ افغانۍ پلورو چې دا د خپل کړې لګښت نه پوره کوي."
د دې ولایت د ینګي قلعه ولسوالۍ یو اوسېدونکي علی احمد چې له لس کالو راهیسې د خپل د روزګار څرخ د لیمو حاصلاتو له لارې چلوي وايي: "د لیمو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی. د لیمو د ونو بڼوالي ډېر زحمت غواړي، خو د بازار نشتوالی بزګران یې له ستونزو سره مخ کړي دي. له موږ نه په بازار کې یو من لیمو ۳۰۰ افغانۍ غواړي چې دا قیمت زموږ لګښت نه پوره کوي."
دوی له اړوند چارواکو غوښتنه کوي چې د کرنیزو محصولاتو لپاره مناسب مارکېټ پېدا کړي څو د بڼوالو اقتصادي ستونزې هوارې شي او ترڅنګ د لیمو بڼوالۍ وده وکړي.
د تخار د درقد ولسوالۍ یو بڼوال ګل الرحمان ازادي راډيو ته وویل: "زه د لیمو ۸۰ ونۍ لرم، دلته هم تروه لیمو او هم خواږه لیمو موجود دي. تېرکال د لیمو بازار ډېر ښه وو یو من لیمو ۵۰۰ افغانۍ قیمت درلود، خو سږکال یې په ۳۰۰ افغانۍ نه اخلي. دولت باید زموږ محصولاتو لپاره بازار پیدا کړي څو د لیمو بڼوالۍ په هېواد کې وده وکړي."
د تخار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ د ریاست رییس رحیم الله احدي هم د ګروندګرو ستونزې مني او ټینګار کوي چې د کرنیزو محصولاتو د بازار موندې په برخه کې دوی خپلې هلې ځلې پیل کړی دي.
هغه وویل: "د کروندګرو شکایت پر ځای دی. یقیناً سږکال د مېوو مارکېټ پيکه دی او خوند نه لري. موږ خپلې هڅې پیل کړي او په راتلونکي کال کې به د مارکېټ او سړو خونو په برخه کې د کروندګرو ستونزې هوارې شي."
د بڼوالو د خبرو له مخې، د لیمو یوه ونه له ۷ منو نیولي ان تر ۱۰ منو پورې لیمو نیسي او دوی سږکال ۷ کیلو لیمو په ۳۵۰ افغانۍ پلوري.
د معلوماتو له مخې، د لیمو باغونه د تخار مرکز د تالقان ښار په شمول د دې ولایت په خواجه غار، دشت قلعه، ینګي قلعه، درقد، خواجه بهاوالدین، بهارک او بنګي ولسوالیو کې موجود دي او ددې ولایت لیمو د هېواد یوشمېر نورو ولایتونو ته هم صادرېږي.