شاته

رينا اميري: د افغان مېرمنو د کار او زده‌کړو د حق د بېرته اعادې لپاره هڅې کوو

د افغانستان د بشري حقونو، ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رينا اميري ویلي، چې د افغان نجونو او ښځو غږ اوري او د دوی تر څنګ دریږي.

هغې په خپل ټوېټر په یوه بیان کې ویلي چې، د افغان نجونو او ښځو د تعلیم او کار د حق د بېرته اعادې لپاره په خپل ټول توان هڅه کوي.

هغې همدارنګه د یوه سوله‌ییز او با ثباته افغانستان لپاره د ښځو ونډه مهمه بللې ده.

اغلې امیري په خپل ټوېټر هغه شعارونه هم بیا شریک کړي چې د افغان ښځو د تعلیم او کار لپاره جوړ شوي.

افغان فعالانو او نجونو د «ټول یا هيڅ» په شعارونو سره په دې وروستیو کې هغو کمپاینونو ته زور ورکړی چې هدف یې د هلکانو تر څنګ د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونو د دروازو پرانیستل دي.

شاوخوا ۴۷۰ ورځې کېږي چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د متوسطې او لېسې ښوونځي تړلي او په دې وروستیو کې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د نجونو پر مخ پوهنتونونه هم وتړل.

په دې سربېره یې په تر ټولو وروستي محدودونکي اقدام کې د هغو لسګونه زرو ښځو د کار مخه هم ونیوله چې په غیردولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې یې کار کاوه.

د ښځو د کار د مخنیوي په خاطر د طالبانو په چارواکو کلکې نیوکې وشوې.

د نجونو د پوهنتونو د تړلو او د ښځو د کار د مخنیوي په خاطر د طالبانو په چارواکو کلکې نیوکې وشوې.

د کار د مخنیوي په غبرګون لسګونه بشرپاله او مرستندویه موسسو په افغانستان کې خپل کارونه وځنډول.

د نجونو پر مخ د پوهنتونو د تړلو په غبرګون هم د پوهنتونونو لسګونو استادانو استعفاوې ورکړې او سلګونه نارینه محصلینو هم د طالبانو د پرېکړې په غبرګون درسونه پرېښودل او له پوهنتونونو ووتل.

د طالبانو وروستيو پرېکړو ته په غبرګون کې د مېرمنو او نجونو لاريون
د طالبانو وروستيو پرېکړو ته په غبرګون کې د مېرمنو او نجونو لاريون

ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې پرانیزي او هم اجازه ورکړي چې ښځې بېرته کارونو ته ستنې شي.

همدا خبرې یکشنبه د یوناما سرپرست مارکوس پوتزل د طالبانو د رئیس الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره یو وار بیا مطرح کړي او له هغه یې غوښتي چې د ملګرو ملتونو پيغام خپلو مشرانو ته ورسوي.

د ارګ په ټوېټر په یوه بیان کې د پوتزل او حنفي د لیدنې په اړه جزییات خپاره شوي.

د حنفي په حواله ویل شوي چې دوی هڅه کوي نړیوالو موسسو ته د لا غوره کار او فعالیت شرایط رامنځته کړي.

ملګرو ملتونو اندېښنې ښوولې چې د طالبانو د وروستیو بندیزونو په خاطر په افغانستان کې د بې‌وزلو کسانو شمېر په بې سارې کچه په زیاتېدو دی ځکه اکثر مرسته رسوونکو چې ژوند ژغورونکي مرستې یې رسولې خپل فعالیتونه ځنډولي.