شاته

اروپایي اتحادیې د طالبانو لخوا په غیر دولتي مؤسسو کې د میرمنو په کار کولو بندیز وغانده

اروپایي اتحادیې په افغانستان کې د طالبانو لخوا په بهرنیو او کورنیو غیر دولتي مؤسسو کې د میرمنو په کار کولو بندیز په سختو ټکو غندلی او وایي غواړي معلومه کړي چې دا بندیز به په افغانستان کې د دې اتحادیې په مرستو څه ډول اغیزه ولري.

د دې اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ جوسیپ بوریل یوې ویاندې شنبه ډسمبر ۲۴ (مرغومي۳) د فرانس پریس خبري اژانس ته په یوې اعلامیې کې ویلي، "اروپایي اتحادیه د طالبانو تازه پریکړه په سختو ټکو غندي چې میرمنې یې په ملي او نړیوالو غیر دولتي مؤسسو کې د کار کولو څخه منع کړي".

ویاندې نبیله مسرالي ویلي چې د اروپایي اتحادیې لپاره تر ټولو مهمه اندیښنه د افغانستان د خلکو ښیګڼه، حقوق او آزادي ده.

د اروپایي اتحادیې دې چارواکې ویلي چې په غیر دولتي مؤسسو کې د میرمنو په کار کولو بندیز د بشري اصولو څخه "ښکاره سرغړاونه" ده او په افغانستان کې د میرمنو د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو د حق لرلو لپاره یو "بل سخت محدودیت" دی چې د طالبانو لخوا لګول کیږي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت تیره ورځ په یو مکتوب کې ښځې او نجونې په داخلي او بهرنیو غیر دولتي سازمانونو او موسسو کې له کار کولو منع کړلې.

په دغه مکتوب کې چې د طالبانو د اقتصاد د سرپرست وزیر دین محمد حنیف له خوا لاسلیک شوی، راغلي چې د دې پرېکړې لامل "د اسلامي حجاب نه مراعات" دی.

په مکتوب کې راغلي: "په دې وروستیو کې په کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو له خوا د اسلامي امارت د حجاب او نورو اړوندو قوانینو او مقرراتو د نه مراعات کولو په اړه جدي شکایتونه ثبت شوي دي."

تر اوسه نده معلومه چې آیا د طالبانو بندیز یوازې د افغان میرمنو په کار کولو دی او که نه بهرنۍ میرمنې هم پکې شاملې دي چې په افغانستان کې په بیلا بیلو خیریه او مرستندوینه نړیوالو ادارو کې کار کوي.

دوو نړیوالو ادارو د فرانس پریس خبري اژانس ته تائید کړې چې د طالبانو دا مکتوب ورته رسیدلی.

اروپایي اتحادیه په افغانستان کې د خیریه مؤسسو یو سترمالي ملاتړ کوونکی سازمان خو د نورو نړیوالو ادارو په شان دې اتحادیې هم تر اوسه د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.