شاته

د خامنه يي خور له ایراني ځواکونو غوښتي مظاهره کوونکو سره یو ځای شي  

د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي خور بدري خامنه يي، د ایران حکومت او خپل ورور تورن کړي چې ایرانیانو ته یې له «رنځ او ظلم» پرته بل څه نه دي ورکړي.

بدري خامنه يي د «شیخ علي تهراني» په ویبسایټ کې په فارسي او انګلیسي ژبو اعلامیه خپره کړې ده او د ایران د مظاهره کوونکو کلکه ننګه یې کړې ده.

نوموړې دا مظاهرې د ایران د خلکو «د پاڅون مشروع حق» بللی او د «ازادۍ او نیکمرغۍ لپاره» یې د ایران له وسله والو ځواکونو څخه غوښتي چې «وسلې په ځمکه کېږدي او له خلکو سره دې یو ځای» شي.

هغې ویلي دي: «د خمیني اسلامي جمهوري رژیم او علي خامنه يي ایران او ایرانیانو ته له رنځ او ظلم پرته بل څه نه دي‌ ورکړي.» هغې خپل ورور خامنه يي هم تورن کړی چې د ایران د خلکو ځپلو او «بې ګناه خلکو وژلو» کې لاس لري او دا چې هغه باور لري «خلک به بریالي کېږي او په ایران باندې به حاکم استبداد نسکور» کېږي.

هغې په خپلو خبرو کې له خپلو خلکو بخښنه غوښتې ده چې د «جسمي معذورت» له کبله نشي کولای په مظاهرو کې برخه واخلي خو ټېنګار یې کړی دی چې له زړه نه د خپلو خلکو سره ولاړه ده.

د بدري زوی محمود مرادخاني، چې په فرانسه کې دی، امریکا غږ فارسي څانګې ته وویل: «هیله لرم چې زما د مور خبرې د [ایران د رژیم] د مخالفو روحانیونو سکوت مات کړي».

هغه وویل چې له ۲۰۰۹ کال راپدېخوا له خپلې مور سره یو ځای په فرانسې کې ژوند کوي او د ایران له حاکم رژیم سره هېڅ ډول تماس نلري.

نوموړي وویل مور یې ځکه دا څرګندونې کوي چې خلکو ته ښکاره کړي چې له اول سر څخه د ایران د نظام خلاف ده.

په ایران کې د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني له مړینې وروسته د حکومت په ضد مظاهرې پیل شوې چې زرګونه کسان په کې وژل شوي او ژوبل شوي دي. د بشري حقونو سازمانونو د ایران حکومت پدې غندلی چې مظاهره کوونکي ځپي.