شاته

روس پر مرکزي اوکراین ډرون بریدونه کړي، خلکو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده

واشنګټن ــــ د اوکراین چارواکي وایي روسي ځواکونو د دسمبر پر اوومه د اوکراین په څو سیمو کې د کامیکازې ډرون او درنو وسلو بریدونه کړي چې وایي دوه کسان یې وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي.

د اوکراین د سیمه ییزې پوځي ادارې مشر یاروسلاو یانوشیویچ په خرسون کې رسنیو ته ویلي، روسي پوځیانو یوه ورځ مخکې پر دې سیمه 51 توغندي ور وویشتل چې وایي‌ له کبله یې دوه کسان ووژل شول.

د اوکراین د نیپروپیټروسک صوبې ګورنر ویلینټاین رزنیچینکو وایي، د شپې مهال په دغه برید کې د اوکراین ځواکونو د روس له خوا راغلې ټولې ډرون الوتکې وویشتلې او تباه یې کړې.

ښاغلي رزنیچینکو په ټیلیګرام کې لیکلي: "د ختیځ د هوايي کمانډ پوځیانو ډېر ښه عمل تر سره کړ. موږ د دښمن اته واړه ډرون الوتکې وویشتلې چې دښمن ورته په سیمه کې لارښوونه کړې وه."

د ګورنر رزنیچینکو په وینا روسي توغندي تېره شپه د نیکوپول ضلعې او ښار په نخښه کړي دي، چې وایي د ګېس پایپلاینونو، کورونو او فارمونو ته یې زیان اړولی دی، خو چاته یې ځاني زیان نه دی اړولی. ښاغلي رزنیچینکو ویلي:

"نيکوپول تر ټولو زيات زيانمن شوى دى. په ښار کې تر سلو پورې شخصي کورونه، د فارمونو ودانۍ او د ګېس پايپلاينونه زيانمن شوي دي، روسي ځواکونو پخپلو بریدونو کې څو دوکانونه، د دفتر ودانۍ او يو کالج تباه کړي‌ دي."

چارواکي وایي د اوکراین په یوه بله سیمه زاپورېژیا کې هم روسي پوځیانو دوه کلي په نخښه کړي دي چې وایي د یوې پینځلس کلنې نجلۍ په ګډون درې تنه پکې ټپیان شوي او ډېر کورونه پکې زیانمن شوي دي.

د اوکراین په ختیځه برخه کې دغه سخته جګړه یوه ورځ وروسته له هغې روانه وه چې ماسکو په اوکرایني ځواکونو تور پورې کړ، چې په روس کې دننه یې پر یوې هوايي اډې برید کړی دی.

روسي چارواکو د هېواد د کورسک ښار داسې عکسونه خپاره کړي دي‌ چې لیدل کېږي له یوې هوایي اډې لوګي پورته کېږي. دا سیمه د اوکراین شمالي پولې ته د تقریباً 90 کیلومیټره پر فاصله پرته ده.

که څه هم اوکراین د روسي چارواکو له دعوو سره سم د دغو بریدونو ذمه واري په رسمي توګه نه ده منلې خو د اوکراین یوه چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته منلې ده چې دا بریدونه دوی کړي دي.

د دسمبر پر شپږمه هم روس تور پورې کړی وو چې اوکراین یې پر دوو نورو هوایي اډو برید کړی دی. د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن وایي امریکې نه اوکراین هڅولی او نه یې ورسره مرسته کړې چې په روس کې دننه بریدونه وکړي.

بلینکن وایي په دې پوهېدل مهم دي چې د اوکراین خلک هره ورځ د "روس له روان یرغل" سره ژوند کوي، نوموړي تور پورې کړی چې روس په ژمي کې پر ولسي ځایونو باندې بریدونه کوي.

د امریکې د دفاعي پالیسۍ د قانوني مسودې له مخې- چې د دسمبر پر شپږمه مخې ته راغلې- د کانګرس غړي پر دې متفق شوي دي چې اوکراین ته به راتلونکی کال لږ تر لږه 800 میلینه ډالر اضافي امنیتي مرسته ورکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00