شاته

شمالي وزیرستان او بنو کې په هدفي وژنو کې درې تنه وژل شوي

د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان او بنو جاني خېلو کې بیاد هدفي وژنو پېښې شوې چې پکې د یو قامي مشر په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

بل لور ته امنیتي چارواکي وایي د خېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې دپوځ او پولیسو په ګډو عملیاتو کې درې ترهګر وژل شوي چې تړاو یې د تحریک طالبان پاکستان ګنډاپور ډلې سره دی.

پولیس د هدفي وژنو دا پېښې تایید وي او وایي لومړۍ پېښه د شپې د بنو جاني خېل سیمه کې شوې چې پکې زوی شاهد او پلار يې رحمان زمان په کور دننه وژل شوي دي.

د جاني خېل تاڼې چارواکي وایي په وژل شوړ کسانو کې پلار رحمان زمان په ایف سي ځواک کې ملازم وو او د هغه نه سر له تن څخه جدا کړی شوی دی.

د چارواکو په وينا د هغه په تن کاغذ پاڼه غورځول شوې چې پکې ویل شوي چې د یوې زنانه د وژنې په بدل کې وژل شوی او که چا یې جنازه وکړه د هغه انجام به دغسې وي. پولیس وایي د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي. په پاڼه اتحاد المجاهدين خراسان ليکل شوي دي.

جاني خېل د بنو ښار نه نزدې 30 کلومیټره لرې شمال لويديځ سیمه ده چې پولې يې د شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان او لکي مروت ضلعو سره لګیدلي دي.

د جاني خېلو اوسېدونکي پرله پسې دامنیت د غوښتنې ترڅنګ دخپلې سیمې وسله والو نه پاکولو لپاره احتجاجي مظاهرې کوي.

پولیس وایي بله د هدفي وژنې پېښه نن سحر وختي د شمالي وزیرستان میر علي تحصیل په ټوچي سیمه کې شوې چې پکې د علاقې یو قامي ملک وژل شوی دی.

د میر علي تاڼې چارواکي وایي د وژل شوي تن پیژندګلو د ملک عالمګیر په نوم شوې چې د حېدرخېل قامي مشر وو او علاقه کې به یې په ځایي کڅه د خلکو ترمینځ روغې جوړې د پاره جرګو او مرکو کې د مشر په حېث برخه اخسته. د دوی په وینا نومړی نن سحر هغه مهال په هدف کړی شوی چې میر علي بازار ته په لار وو.

د پولیس چارواکو په وینا کورنۍ یې ورته ویلي چې چا سره شخصي دښمني نه لري او د نامالومه کسانو پرضد یې مقدمه درج کړې ده.

په شمالی وزیرستان کې دا پېښه په داسې کې حال شوې چې درې ورځې وړاندې په 28 نومبر هم په شمالي وزیرستان کې بیا د هدفي وژنې پېښه شوې او میر علي بازار کې د سرو زرو کاروبار کوونکي درې زرګران تر تښتولو وروسته وژل شوي وو.

پرون په بنو کې دې پېښې پرضد زرګرانو لخوا احتجاجي مظاهره شوې چې پکې په دغه پېښه کې ککړو کسانو مالومولو او دوی ته د تحفظ غوښتنه شوې وه.

بل لور ته امنیتي چارواکي وایي د ډېره اسماعیل خان سیمه کې دپوځ او پولیسو په ګډو عملیاتو کې درې ترهګر وژل شوي چې تړاو یې د تحریک طالبان پاکستان ګنډاپور ډلې سره دی.

د نهې یا سه شنبې په ورځ د ترهګرۍ ضد پولیسو جاري کړي بیان ویلي د ېیره اسماعیل خان په درابڼ سیمه کې پولیسو داستخباراتي ادارو او سیکيورټي فورسز سره په ګډه دترهګرو پرضد عملیات کړي چې پکې درې ترهګر وژل شوي دي.

پولیسو پخپل بیان کې دترهګرو پېژندګلو د منیب، شوکت او جنید په نومونو سره ښکاره کړې او ویلي دي چې تعلق یې د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې سره وو.

بیان کې زیاته کړې وژل شوي ترهګر په پوځ او پولیسو بریدونو او ترهګرۍ په نورو پېښو کې ککړ وو. خو ازادو سرچینو د دغه دعوې تصدیق نه دی کړی. او په عملیاتو کې امنیتي عسکرو ته زیان اړولو په اړه څه نه دي ویل شوي.

په عېن حال کې پرون د پاکستان پوځ ویلي چې امنیتي ځواکونو د افغانستان پولې ته نزدې د تندلارو په یو پټنځای باندې حمله کړې او په وسله واله نښته کې پنځه تندلاري او یو عسکر وژل شوی دی.

تحریک طالبان پاکستان د دغه برید زمه داري منلې.میډیا ته په جاري کړي بیان کې يې ویلي په دغه پېښه کې معاذ، سیف الله او انس نومي جنګیالي وژل شوي دي.

دا پېښې په داسې حال کې شوي چې په 28 نومبر تحريک طالبان پاکستان د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې ده.

او د تیرې يوې مودې راهسې د خېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې د طالبانو د بیا راپورته کیدو پرضد او د امن غوښتنې په پلوۍ د احتجاجونو لړۍ پیل شوې ده او په ریاست تورونه لګول کیږي چې دغلته دا سیمه بیا ناامنۍ ته سپارل کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00