شاته

د پنجاب وزیراعلا ویلي تر مارچ اسمبلي نه ماتوي،خو د پښتونخوا حکومت اسمبلۍ ماتولو ته تیار دی

دپاکستان تحریک انصاف ګوند دمشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان لخوا دپنجاب اؤ خیبر پښتونخوا صوبو داسمبلیو ماتولو په پرېکړه اختلافونه پیدا شوي اؤ دپنجاب وزیراعلا پرویز الهي په صفا ټکو کې ویلي چې دمارچ تر میاشتې دپنجاب اسمبلي نه ماتوي.

خو په خېبر پښتونخوا صوبه کې بیا د پاکستان تحريک انصاف ګوند صوبايي ترجمان وايي چې کله هم د ګوند مشر عمران خان ددې صوبې داسمبلۍ ماتولو حکم وکړي نو د پښتونخوا اسمبلي به ړنګه کړل شي۔

د سياسي او پارلېماني چارو پوهان د چوهدري پرويز الهي بيان په سياسي او قانوني بنيادونو سم بولي او وايي چې د صوبايي اسمبليو ماتولو سره تحريک انصاف ګوند اوس مهال کومې ګټې نه شي ترلاسه کولی۔

د پاکستان تحريک انصاف ګوند چېرمېن او د هېواد پخواني وزير اعظم عمران خان د وخت نه وړاندې د ټاکنو کولو په مطالبه د پنجاب او خېبر پښتونخوا دصوبايي اسمبليو ماتولو اعلان کړی خو د پنجاب وزير اعلا چوهدري پرويز الهي د" هم نيوز" نومي ټي وي چینل سره خبرو کې ويلي چې د پنجاب صوبايي اسمبلي به د راتلونکو څلورو میاشتو لپاره تر مارچ میاشتې پورې دوام وکړي۔

په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف صوبايي ترجمان او د اسمبلۍ غړی ظاهر شاه طورو وي او ای ډيوه ته وايي چې د پنجاب د وزير اعلh د بيان په هکله څه نه شي ويلی خو چې کله هم د پارټۍ مشر عمران خان دوی ته امر وکړي نو د پښتونخوا اسمبلي به ماته کړل شي۔

ډيوه سره خبرو کې هغه وویل " چې کله هم خان صېب خپل هوم ورک مکمل کړي او حکم وکړي چې دپښتونخوا اسمبلي ماتول دي نو په هغې کې به د يوی لمحې هم ځنډ نه وي"

نوموړي زياته کړه چې دوی لپاره اوس د ټاکنو سازګار ماحول دی او که ټاکنې کېږي نو دوی ورته 24 ساعته تيار دي۔

د نومبر په 26مه په راولپينډۍ ښار کي داحتجاجي مارچ ګډون والو ته خپله وینا کې عمران خان ويلي وو چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ پریښودو سره د "اوسني کرپټ سیاسي نظام" څخه ځان جدا کوي۔

څېړونکي او د پارلېماني چارو پوهان په دې نظر دي چې د نوموړي دغه بيان يوازې د خپل لاريون ختمولو لپاره و.

دوی وايي عمران خان يو ځل بيا وزير اعظم جوړېدل غواړي خو اوس مهال د پنجاب او پښتونخوا اسمبلۍ ماتول به ورته څه ګټه ورنه کړي۔

په اسلام اباد کې مشېت د پارلېماني چارو کار پوهه قريش خټک د چوهدري پرويز الهي دغه بيان د سياست او قانون په اساس سم بولي اؤ ډیوه ته وایي " دا کال ختم شو او که هغوی اسمبلي ماته هم کړي نو وفاقي حکومت سره اپشنز يا لارې موجود دي او که هغوی (وفاقي حکومت) عدالت ته لاړ شي نو تاسو ته مالومه ده چې زمونږ عدالتونه دومره ازاد نه دي او چې دوه مياشتې په هغې کېس کې اورېدنه کېږي نو هغه به مارچ ته ورسېږي او بيا په څلورو مياشتو کې ټاکنې نه شي کېدای"

ښاغلي خټک زياته کړه چې د اسمبليو ماتولو نه غوره دا ده چې تحريک انصاف سره دوه حکومتونه دي او هغې ته د دوام په ورکولو خلکو ته اسانۍ ورکړي۔

د مطبوعاتي راپورونو ترمخه د خالي په ورځ د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وويل چې ایتلافي حکومت ته يي ویلي که تاسو د ټاکنو د نیټې په ورکولو خبرې کول غواړئ نو خبرې به وکړو، او که داسې نه وي نو ډیر ژر به اسمبلۍ ماتې کړي او د انتخاباتو اعلان به وکړي۔

د اپريل په 9 مه نېټه د پخواني وزيراعظم عمران خان حکومت داپوزیشن ګوندونو دایتلاف پي ډي‌ایم لخوا دبې باورۍ دتحریک دلارې ختم کړل شوی ؤ اؤ ترهغې وروسته په مرکز کې پي ډي ایم خپل حکومت جوړ کړی دی.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00