شاته

روسي پوځ په اوکراین کې په میزایل حملو کې ابادي د بجلۍ او اوبو نظام په هدف کړی

د اوکراین د پوځ مشر وايي د هېواد په شرقي برخو کې د روسي پوځونو د نوو حملو مقابله کوي او دهېواد تکنیکي ماهرین وايي چې د روس لخوا په هېواد کې په لویه کچه د میزایلي حملو وروسته په هغه سیمو کې د بجلۍ یا برېښنا بحالولو کې بوخت دي کومو ځایونو کې چې یخ زیات شوی دی.

د نهې سېشنبې په ورځ د اوکراین پوځي چارواکو وویل چې روسي پوځونو په ډونیسک سیمه کې د باخموت او ایوادیوف کې د ټینکونو او توپخانې په بمباری کې تر شلو پورې کلي په هدف کړي دي.

اوکرایني چارواکو خبراداری ورکړی چې که د روسي پوځونو لخوا حملې هم داسې روانې وي نو د انرجی پیدا کولو مرکزونو ته سختې خطرې جوړرېدی شي.


چارواکي وايي د ګل دوشنبې په ورځ د روس لخوا په لویه کچه د میزایلونو حملو کې د ابادو تر څنګ زیاتره د بجلۍ او اوبو مرکزونه په هدف کړی شوي دي.


ددغه حملو په نتیجه کې په زیاتره سیمو کې د بجلۍ نظام متاثره شوی دی او چارواکي وايي د شپې په وخت د برید په ضد کې راغلې سیمې په تیارو کې ډوبې شوي دي.


د امریکا خارجه وزیر اینتني بلینکن سي اېن اېن ټیلي ويژن سره د خبرو په وخت روسي حملې وحشیانه بللې او وايي روس د ژمي موسم د اوکرایني اولس په ضد د وسلې په توګه کارول غواړي ځکه د بجلۍ او اوبو نظام په هدف کوي.

چارواکي وايي څه که هم په روسي میزایلي حملو کې کییف ښار بچ پاتې دی خو د سرښار ګېر چاپېره نیمايي ابادی کې بجلي نشته او د کییف د 1.8میلینه ابادي په بده توګه اغېزمنه شوې ده.

د اوکراین ځايي چارواکو ویلي په تازه حملو کې یو شمیر کورونه هم په هدف کړی شوي دي او د جنګ ځپلي هېواد صدر ولادي میر زېلنسکي بیګا ناوخته ویلي وو د روس لخوا په ټول هېواد کې د میزایلي حملو په نتیجه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.

د امریکا او د اوکراین دفاع وزیرانو هم د روس لخوا تازه حملې غندلي او وایټ هاوس حملې د روسي صدر ولادي میر پوټن د ظالمانه خوي یادونه بللې

بل خوا د روس دفاع وزارت هم پرون دعوه کړی د اوکراین لخوا په روس دننه ډرون حملو کې په ریازان او ساراتوف کې ددوي دوه فضايي اډې په هدف کړی شوي او د بریدونو په وخت د روس درې عسکر وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت پېنټاګان په یو بیان کې د اوکراین سره د مرستو او دفاع ژمنه تکرار کړی او د دفاع وزیر لویډ آسټن په دې خبره زور راوړی چې د اوکراین دفاع یې اوس هم ترجیح ده او دغه هېواد ته د اضافي جنګي ساز وسامان ورکول دغه ترجیح څرګندوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00