شاته

ایران کې مظاهره چیانو د دریو ورځو لپاره ملي اعتصاب پیل کړ

په ایران کې د حکومت ضد مظاهره چیانو چې څه باندې ۳ میاشتې کیږي اعتراضونه یې پیل کړي، دوشنبه ډسمبر ۵ (لیندۍ۱۴) په ټول هیواد کې د دریو ورځو لپاره اعتصاب پیل کړ.

مظاهره چیانو د هټیوالو غوښتي چې د چارشنبې تر ورځې خپل کاروبارونه وتړي تر څو حکومت اصلاحاتو ته مجبور کړي.

ځینې ویډیوګانې چې دوشنبه په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې پکې ښودل کیږي چې په تهران، کراج، اصفهان، مشهد، تبریز او شیراز په ګډون په نورو ښارونو کې دکانونه تړلي و.

د اې پي خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې د تهران په ستر بازار کې دریمه برخه دکانونه د دوشنبې په ورځ تړل شوي و.

په عین حال کې عیني شاهدانو مطبوعاتو ته ویلي چې د تهران په مرکزي برخې کې په زیاته اندازه د بلوا ضد ځای پر ځای شوي.

ها خوا بیا د ایران د قضایه قوې مشر غلام حسین محسني اژه اي د ټولو هغو کسانو د نیولو امر کړی چې دکانداران هڅوي خپل کاروباورنه وتړي.

په ایران کې دا ملي اعتصاب داسې مهال پیلیږي چې پدې هیواد کې د اخلاقي امنیت د پولیسو د تړل کیدو په هکله ډول ډول راپورونه ورکړل شوي.

د ایران نیمه سرکاري خبري اژانس اسنا د ایران د ستر څارنوال محمد جعفر منتظري له قوله لیکلي چې دا پولیس د تیرې شنبې ورځې راپدیخوا بند شویدي.

خو فعالین بیا شک لري چې حکومت به دا کار کړی وي.

د العالم په نامه یوې خپرونې یکشنبه ناوخته په یو راپور کې وویل د قضایه قوې هغه برخه چې ښاغلي منتظري یې برخه ده، د اخلاقي امنیت د پولیسو څارنه یې په حدودو کې نه راځي.

پخپله ایراني چارواکو هم تر اوسه پدې هکله په عامه توګه څرګندونې ندي کړي.

په عین حال کې اې پي خبري اژانس ویلي چې پدې تیرو څو اوونیو کې د ایران په ښارونو کې د اخلاقي امنیت پولیسو شمیر کم شوی او دا ډیره عادي شوې چې میرمنې په ښارونو کې د حجاب کولو پرته وګرځي.

په ایران کې د حکومت ضد مظاهرې د سپټمبر د میاشتې په ۱۸ مې وروسته تر هغه پیل شوې چې ۲۲ کلنه مسها امیني د ایران د اخلاقي پولیسو تر نیول کیدو وروسته د کوما په حالت کې روغتون ته یوړل شوه او وروسته همالته مړه شوه.

د بشري حقونو ادارې وایي چې تر اوسه پدې مظاهرو کې لږ تر لږه ۴۷۱ تنه وژل شوي.