شاته

د جلال اباد ښار صرافۍ مارکېټ کې چاودنه شوې

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو سیمه ییز مسؤلین وايي، د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند «تلاشۍ څلور لارې» چاودنې شپږ تنه ملکي وګړي ټپیان کړي دي.

د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلي د ډسمبر شپږمه (لېندۍ ۱۵) رسنیو ته لېږلې اعلامیه کې ویلي چې دغه چاودنه نن ماسپښين دوه بجې د تلاشۍ څلور لارې اړوند د صرافۍ په مارکېټ کې شوې ده.

نوموړي زیاته کړې: "نن ماپښین دوه بجې شاوخوا د لومړۍ ناحیې په چوک تالاشی څلور لاري کې د صرافانو په مارکیټ کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکو توکو چاودنه کړې چې له بده مرغه زموږ شپږ تنه هېوادوال پکې ټپیان شوي."

طالب چارواکو ویلي چې د چاودنې ټپيان روغتون ته انتقال شوي او د هغوی وضعیت يې د ډاډ وړبللی دی.

په ننګرهار ولایت د طالبانو امنیتي مسؤلین زیاتوي چې د چاودنې سیمه د دوی د امنیتي ځواکونو لخوا محاصره شوې او په خبره څېړنې روانې دي.

مخکې یوې سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل چې په دغه چاودنه کې شاوخوا لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپورنو له مخې د دغه چاودنې قربانیان د ننګرهار ولایت حوزوي او د پوهنتون روغتون ترڅنګ یو شمېر نورو روغتونونو ته انتقال شوي دي. په ننګرهار ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو مسؤلینو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سې شنبه د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د یوې چاودنې له امله د اوو کسانو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو راپور ورکړل شو.

د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند محمد اصف وزیري د پيښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې دغه چاودنه نن سهار ۷:۰۰ بجې د مزارشریف ښار د دریمې ناحیې اړوند د «سید اباد» په څلور کې د حیرتان بندر د ملکي کار کوونکو د عملې پر (۵۸۰) ډوله بس شوې ده.

د ښاغلي وزیري په وینا په دغه چاودنه کې د حیرتان بندر د نفتي موادو اووه کار کوونکي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

تر دا مهاله په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د نننیو چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې مخکې د کابل ترڅنګ، په کندز، بلخ هرات او یو شمېر نورو ولایتونو کې پر جوماتونو او ښوونځیو او د طالبانو حکومت د ځینو ادارو د عملې پر موټرو د بریدونو مسؤلیت د داعش ـ خراسان څانګې اخیستی دی.

په داسې حال کې ده چې د تیرې نومبر میاشتې پر ۳۰مه د سمنګان ولایت په یوې دیني مدرسې کې هم د چاودنې له امله د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې راپور ورکړل شو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا (یوناما) د معلوماتو په اساس په دغه چاودنه کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي و.