شاته

حامد کرزی د طالبانو په اجازه له غربي چارواکو او افغان سیاستوالو سره د لیدو لپاره له هېواده بهر تللی

واشنګټن ـــــ د افغانستان مخکینی ولسمشر حامد کرزی د طالبانو په واکمنۍ کې په لومړي ځل له هېواده بهر په سفر روان شوی دی خو خپله د هغه دفتر او د طالبانو حکومت لا د هغه د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

د حامد کرزي سفر لومړی د افغانستان د مالیې پخواني وزیر عمر زاخېلوال ښکاره کړ او پر خپله ټویټر او فېسبوک پاڼه یې یو عکس خپور کړ، چې دواړه په الوتکه کې ناست لیدل کېږي.

عمر زاخېلوال دا نه دي لیکلي چې دوی کوم ځای ته ګډ سفر سره کوي خو وایي ډېر ژر به بیرته افغانستان ته ستانه شي. ښاغلي زاخېلوال پر فېسبوک لیکلي دي:

"وروسته له یوې مودې خوښ یم چې یو ځل بیا ویاړلي مشر او ګران دوست پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي سره همسفری یم. هیواد ته بیرته راتګ بیا له دې لا ډېر خوندور وي".

مشهور خبریال او د افغانستان د چارو څېړونکي طاهر خان پر ټویټر لیکلي، چې حامد کرزی د طالبانو د حکومت په اجازه له هېواده بهر تللی دی. طاهر خان لیکلي:

"د سرچینو په وینا حامد کرزی متحده عرب اماراتو ته تللی او له هغه ځایه به جرمني ته ځي".

تر اوسه دا نه ده معلومه چې د حامد کرزي دا سفر شخصي دی که څنګه، خو ماډرن ډیپلومېسي ویبپاڼې پخپل رپوټ کې لیکلي،‌ چې د هغه د سفر یواځینی مقصد په دوحه کې د بین الافغاني خبرو د بیا پیل کېدو لپاره تیاری او له امریکايي چارواکو او بهرنیو افغان سیاستوالو سره لیدل دي.

د افغانستان مخکینی ولسمشر اشرف غني هم له تېرو شاوخوا پینځلسو میاشتو راهیسې په عربي اماراتو کې اوسېږي، خو دا نه ده معلومه چې حامد کرزی به له هغه سره هم ویني که نه.

خپله حامد کرزي د خپل سفر په اړه تازه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو څو ورځې مخکې د هغه دفتر وي او اې ته ویلي وو چې ښاغلی کرزی به د دسمبر په لومړۍ اوونۍ کې متحدو عرب اماراتو او بیا جرمني ته لاړ شي.

د ماډرن ډیپلومېسي په نوم ویبپاڼې د تر لاسه کړو معلوماتو په بنیاد لیکلي چې حامد کرزی به په جرمني کې د رېمسټاین په نوم امریکایي هوایي اډه کې د سي ای اې او جرمني له یو شمېر اعلی چارواکو سره ویني.

دې وېبپاڼې د نومبر پر 27مه لا په خپل رپوټ کې ویلي وو چې طالبانو حامد کرزي ته له هېواده بهر د سفر اجازه ورکړې ده، په رپوټ‌ کې راغلي:

"[کرزی] به له غربي سیاستوالو او استخباراتي چارواکو سره جلا ناستې ولري. له دې وروسته به د امریکې له سفیر سره د ممکنه خبرو اترو لپاره د تګلارې جوړولو په اړه خبرې وکړي".

د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي تر دې وړاندې هم څو ځله له افغانستانه بهر ته د سفر کولو هڅه کړې وه، خو د سفر اجازه نه ده ورکړل شوې. که څه هم طالبانو په دې اړه ښکاره څه نه وو ویلي خو ځینې رسنیو دعوه کوله چې طالبانو د هغه د سفر مخه نیولې ده.

حامد کرزی په داسې وخت له هېواده په سفر تللی چې د طالبانو د حکومت یو پلاوی هم د دوی د دفاع د وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ متحده عرب اماراتو ته تللی دی.

د طالبانو د دفاع وزارت پر خپله ټویټر د هغه د روانېدو عکسونه خپاره کړي او لیکلي یې دي:

"د ملي دفاع سرپرست وزیر د سفر موخه د عربي متحده اماراتو له مشرانو او په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو سره لیده کاته او له خلیجي هېوادونو سره د اسلامي امارت [طالبانو] د اړیکو پیاوړي کول دي".

د افغانستان بل مشهور سیاستوال او په تېر حکومت کې د ملي پخلاینې د شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم د طالبانو له واکمنېدو وروسته لومړی ځل د روان 2022م کال د اپرېل پر 30مه له خپلې کورنۍ سره د لیدو لپاره هندوستان ته سفر وکړ او تر یوې نیمې میاشتې وروسته بیرته خپل ملک ته ستون شو.

د تېر 2021م کال د اګست پر 15مه چې طالبان د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شول، د هغه وخت ولسمشر اشرف غني او د ده حکومت په سلګونو چارواکي او پوځي مشران له هېواده ووتل، خو حامد کرزی، ډاکټر عبدالله عبدالله، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د ملي پارلمان مشر یا سپیکر فضل هادي مسلمیار او ځینې نور سیاستوال په هېواد کې پاته شول.

ځانګړې ویډیوګانې

په کراچۍ کې د پښتو ژبې او ادب په اړه غونډه شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00