شاته

 یورپين کاونسل: روس دې د اوکراین په اړه د متحده قومونو د منشور احترام وکړي

د یورپین کاونسل صدر چارلز مایکل ویلي د چین صدر شي جن پېنګ نه یې غوښتلي چې په روس فشار واچوي چې د اوکراین په اړه د متحده قومونو د منشور احترام وکړي.

ښاغلي دغه غوښتنه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د چین صدر سره ملاقات کې وکړه. د ملاقات وروسته مایکل خبري غونډې نه وېنا هم وکړه.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د سپېن امنیتي ځواکونو وویل چې د سرښار مېډرېډ سره نژدې د هوايي ځواکونو په یو مرکز کې مشکوک پېکټ موندل شوی دی. د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، یوه ورځ وړاندې په مېډرېډ کې د اوکراین په سفارتخانه کې د خط په لفافه کې پټ کړی شوی بم چاودېدلی دی.

د سپېن دغه مرکز اوکراین ته د وسلې لېږلو او اوکراین ته د حکومتي مامورینو د سفر دپاره استعمالېږي. د اوکراین په سفارتخانه کې د چاودنې له امله په سیکیورټي مامور یو تن معمولي زخمي شوی دی.

بلخوا د روس خارجه وزیر سرګی لاو رو ویلي که څوک د اوکراین په اړه خبرې کول غواړي نو روس به ورته غوږ ږدي.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه په اوکراین د روس د یرغل په لسمه میاشت، لاو رو یوې خبري غونډې ته وویل دا اوکرایني چارواکو دا خبره بې منطقه ده چې روس د وخت او د ځواکونو په منظم کولو دپاره د مذاکراتو خبره کوي.

لاو رو وویل روس د مغربي ملکونو سره مذاکراتو ته تیار دی که چېرې مغربي ملکونه د امنیت په اړه د روس په تجویزونو غور ته تیار شي. لاو رو وویل نېټو د روس او چین په ضد اتحاد کې هندوستان هم راښکیل کول غواړي په داسې حال کې چې مغربي ملکونه د روس نفوس د کمولو کوښښونه کوي.

بلخوا، د امریکې خارجه وزیر اېنټي بلېنک ویلي د اوکراین په سوېلین یا غیر پوځي هدفونو د روس حملې به اوکراین سره د مغربي ملکونو ملاتړ کم نه کړي.

اېنټني بلېنکن
اېنټني بلېنکن

په رومانیا کې د نېټو ملکونو د سر مشرانو د غونډې وروسته بلېنکن د شورو، چهارشنبې، په ورځ یو خبري کانفرنس ته وویل چې په داسې حال کې چې د ژمې یخ موسم شروع کېدونکی دی د روس صدر ولادېمیر پوټېن په اوکراین کې سوېلېن هدفونو حملې زیاتې کړي دي.

روېټرز خبري ادارې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خپل یو رپورټ کې وویل چې په هېرسون ښار کې د روس د حملو وروسته بجلي قطع شوه. دغه ښار اوکرایني ځواکونو د روس نه بېرته نیولی دی. په ښار کې د تېرو څو هفتو راهسې اوبه نشته او بجلي تېره هفته بحال کړی شوي وه.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز او ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي‌ دي


ځانګړې ویډیوګانې

کېلیفورنیا کې ځايي مېرمنې څنګه د افغان کډوالو مرستې کوي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:29 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00