شاته

ارجنټاین د قطر نړیوال جام راتلونکي پړاو ته ولاړ، مکسیکو له ټورنمټ څخه حذف شو

په قطر کې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو په لړ کې د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلي وکړای شول چې د پولنډ لوبډلې ته ماته ورکړي او ددغو سیالیو بل پړاو ته لار پيدا کړي.

په دې لوبه کې ډیر مسولیت د ارجنټاین او پولنډ پر لوبډلمشرانو لیونل مسي او رابرت لیوندفسکي وو. خو دواړو ونشوای کړای چې ګول ووهي.

ارجنټاین چې په دې جام کې لومړۍ لوبه دوه یو سعودي عربستان ته بایللې وه، دویمه لوبه یې دوه د صفر په وړاندې له مکسیکو څخه وګټله او بل پړاو ته یې د تګ لپاره د پولنډ ماتولو ته اړتیا درلوده.

پر پولنډ د ارجنټاین د ټیم د ګول شیبه
پر پولنډ د ارجنټاین د ټیم د ګول شیبه

د پولنډ ګول ساتونکي د ارجنټاین د لوبغاړو ګڼ شمیر شوټونه راوګرځول او تر ډیره یې د خپلې لوبډلې ګول وساته.

خو د دویمې نیمایي په هماغه لومړیو شیبو کې د پولنډ د دفاع کرښه مشکلاتو سره مخ شوه او ارجنټاین د لوبې په ۴۶ دقیقه کې د مک الیستر په هڅې سره ګول وواهه.

لیونل مسي‌ ونشوای کړای چې د لوبې په ۳۵ دقیقه کې د پنالټۍ شوټ ګول کړي او د پولنډ ګول کیپر ووچیچ زینیسکي په خاص مهارت سره وکړای شول چې د هغه د ګول مخه ونیسي.

ليونل مسي ونشوای کړای خپله پنالټي ګول کړي
ليونل مسي ونشوای کړای خپله پنالټي ګول کړي

د ارجنټاین دویم ګول په زړه پورې وو. د یاد ټیم ځوان بریدګر لوبغاړي الوارز وکړای شول چې د جزا له ساحې څخه یو ښکلی ګول ووهي.

ددې ډلې په بله سیالي کې چې په یو وخت روانه وه، د مکسیکو ټیم وکړای شول د سعودي عربستان ټیم ته دوه د صفر په وړاندې ماته ورکړي او د خپلو امتیازونو شمیر څلور کړي.

د سعودي عربستان یو شمیر مینه وال له مکسیکو څخه تر ماتې وروسته ناهیلې شول. که عربستان مکسیکو ته ماته ورکړی وای بل پړاو ته یې لار پیدا کوله.

خو په دې ډله کې پولنډ له ماتې سره سره، د خپلو وهلو ګولونو له امله حذفي پړاو ته ولاړه.

مکسیکو په دریو لوبو کې دوه وهلي او درې خوړلي ګولونه درلودل خو پولنډ په دوه خوړلو او دوه وهلو ګولونو سره ددغو سیالیو بل پړاو ته لار پيدا کړه.

د قطر د نړیوالو سیالیو په دوام، ټاکل شویده د پنجشنبې په ورځ د کروشیا ټیم د بلجیم، د کاناډا تیم د مراکش ، د جاپان ټیم د اسپانیا او جرمني د کوسټریکا په وړاندې لوبه وکړي. د قطر په نړیوال جام کې د پاتې کیدو لپاره جرمني ته دا لوبه خورا مهمه ګڼل کیږي.