شاته

امریکا:دټي ټي پي اؤ ترهګرۍ پر ضد دپاکستان دمبارزې ملاتړ کوؤ

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي د سیمې امنیت ته د ګواښونو لکه تحریک طالبان پاکستان په وړاندې مبارزه د امریکا او پاکستان دواړو په ګټه ده او امریکا به د ترهګرۍپه اړه له ټولو ډولونو سره مبارزه کې د پاکستان ملاتړ وکړي.

د امریکا دغه بیان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې کالعدم تحریک طالبان پاکستان د جون په میاشت کې له دپاکستان ریاست سره د شوي اوربند ختمولو اعلان کړی او خپلو اورپکو ته یې په ټول هیواد کې د ترهګریزو بریدونه کولو امرکړی دی.

د ټې ټې پې د دغه اعلان څخه یو ورځ وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو د مملکت وزیرې حنا رباني کهر د کابل سفر کړی او د طالب مشرانو سره یی په امنیت او نورو چارو خبرې اترې کړې دي-

څیړونکې وایي نه ګڼي چې افغان طالبان به د پاکستان په وینا په ټي ټي پي څه فشار واچوي یا به دوي د هیواد څه وشړي ځکه چې د دوي نظریه یوه ده او په تیرو وختونو کې ټي ټي پي د افغان طالبانو ډیره مرسته کړې ده چې د دوي ترمخه په اوسنې وخت کې به د پاکستان د پاره یو لویې چیلینج وي-

د ډان ورځپاڼې تر مخه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د تحریک طالبان لخوا پاکستان سره د اوربند ماتولو دپریکړې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي "موږ د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې پاکستان سره قوي ملګرتیا غواړو او د ټولو وسله والو او ترهګرو ډلو پر ضد د دوامداره اقدام تمه لرو"

د کالعدم تحریک طالبان پاکستان ددغه اعلان یوه ورځ وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو دمملکت وزیرې حنا ربانې کهر د روانې میاشتې په ۲۹مه نیټه د کابل سفر کړی او د بهرنیو چارو د وزارت ترمخه د طالب حکومتي مشرانو سره یې د امنیتي مسایلو اوترهګرۍ د مخنیوې تر څنګ په نورو مهمو چارو خبرې اترې کړې دي-

پاکستاني چارواکي دعوه لري چې ټي ټي پي د افغانستان د خاورې څخه عمليات کوي. خو طالب چارواکي دا ادعاوې ردوي.

دافغان طالبانو حکومت به تر څومره حده ټي ټي پي دپاکستان پرضد له کاررواییو کولو منعې کړل شي؟ په دې اړه د پاکستان پخوانی سفارتکار اصف دراني وي او ای ډیوه ته وایي دهغه په خیال افغان طالبان نه غواړي چې د پاکستانې طالبانو په ضد عملیات وکړي ولې چې د دوي نظریه یوه ده-

نوموړی وایي "بل دا هم کیدای شي چې ټي ټي پي کنټرولول د دوي(افغان طالبانو) له وسه هم بهر وي ځکه چې دا سبوتاژ عملیات دي، یو دوه کسه د پولې څخه راواوړي، عملیات وکړي او بیا وتښتي یا پر هغه ځاي ووژل شی"

هغه زیاتوي د پاکستان او افغان طالبانو د حکومتونو په کچه خبرو کې هر کله د پاکستان حکومت له اړخه غوښتنې شوي چې دغه خلک ونیول شي یا کنټرول کړی شي-

دپاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان د روان کال په پیل کې وروسته له هغې چې د افغانستان د طالبانو حکومت د سولې په خبرو کې مهم رول ولوبولو، د اوربند موافقه وکړه، خو خبرو اترو لږ پرمختګ وکړو او پرله پسې یې سرغړونې وشوې.

پاکستان غواړي چې دافغان طالبانو حکومت په دې اړه یوځل بیا خپل رول ولوبوي-

خبریال طاهر خان وي او ای ډیوه ته وایي افغان طالبانو د پاکستان او پاکستانې طالبانو ترمینځ د خبرو د پاره یو ماحول پیدا کولو، سهولت کارۍ کولو او دوي خبرو ته راوستو کې یو رول لوبولی و-

هغه وایي "زه د افغان طالبانو نور رول نه وینم،دا ممکنه نه ده چې هغوې دې د پاکستان لپاره پر پاکستاني طالبانو فشار راوړي یا د پاکستان د پاره څوک د افغانستان څخه وباسي- پاکستانې طالبانو په افغانستان کې د امریکه د پوځې عملیاتو په مهال په پاکستان کې د افغان طالبانو مرسته کړې وه، ددې دواړو ډلو نظریات، کارونه او مقاصد هم تر ډير حده یو دي"

نوموړی وایي ګمان نه کوي چې افغان طالبان د پاکستان په حکومت دومره باور لري چې د دوې د پاره پاکستانې طالبان څه ته مجبوره کړي

"د هغوي رول هغوي وکړو او شرایط منل او نه منل اوس د پاکستان د ریاست او د ټي ټي پي کار دی"

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه خپل یو رپوټ کې وایي اسلام اباد ویره لري که چیرې ټي ټي پي یا د هغې څخه جلا شوې ډلې له داعش سره یوځای شي نو دا به د پاکستان امنیتي ننګونې لا پسې زیاتې کړي.

خبریال طاهر خان هم وایي "اوس حملې کول او جنګ بندي ختمول به د پاکستان د پاره یو چیلنج وي- په بلوچستان کې برید پړه دوې په سر اخیستې ده- دا څرکندوې چې ټې ټې پې یوازې په خیبر پښتونخواکې نه بلکه په بلوچستان کې هم خپل شتون څرکند کړې"

دملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک هم د یوې خبرې غونډې په مهال دیوې پوښتنې په ځواب کې د تحریک طالبان پاکستان دا پرېکړه بدقسمتي بللې ده او ویلي یې دي چې دا به ترهګریز فعالیتونه لا زیات کړي.

دپاکستان دحکومت او کالعدم تنظیم تحریک طالبان پاکستان تر منیځ خبرو کې ویل کیږې چې تر ټولو مهم ټکی د فاټا اصلاحات وو چې ټي ټي پي یې سخت مخالفت کولو خو پاکستاني چارواکو ټي ټي پي ته په واضحه ټکو ویلي وو چې د فاټا د خیبرپښتونخواه سره انضمام د دوه اړخیزې موافقې پایله وه او دا د آییني ترمیم له لارې شوې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00