شاته

کوټه: د پوليسو په ټرک ځانمرګی برید کې دوه تنه وژل شوي، د 24 نه زیات ژوبل

د کوټې په بليلي علاقه کې د پوليس اهلکارو په ټرک ځانمرګی بريد شوی چې پکې د چارواکو په وينا دوه تنه [يو پولیس اهلکار او يو ملکي وګړی] وژل شوي، 20 پولیس اهلکار او څلور تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

د کوټې پولیسو ډي ايي جي غلام اظهر مهسر د پېښې په ځای مطبوعاتو سره په خبرو کې وویل، د پوليس اهلکارو ټرک د پوليو ټيمونو د ساتنې ډيوټۍ له روان وو، ځانمرګی بريد پرې شوی دی.

نوموړي وويل په بريد کې دوه تنه وژل شوي، يو پولیس اهلکار او يو عام تن دی، او په ژوبلو کې 20 پوليس اهلکار دي چې د دوو روغتيايي حالت سخت دی او څلور ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

هغه زیاته کړه ښايي په چاودنه کې د 20 نه 25 کلوګرامه پورې بارود کارول شوي وي ځکه چې د هغه په وینا د چاودنې سره ټرک د سړک نه لاندې غورځېدلی او درې نورو ګاډو ته يې هم تاوان اړولی دی.

په سمدستي توګه د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

راپورونه وايي د کوټې په سېول روغتون کې بېړني حالت اعلان شوي او وزیراعلا عبدالقدوس بزنجو د بريد غندنه کړې او ژوبلو ته يې د سهولتونو برابرولو ویلي دي.

دا بريد په داسې حال کې شوی چې دوه ورځې وړاندې تحریک طالبان پاکستان د ډز بندۍ ختمولو او په ملک کې د حملو کولو ويلي وو.

په 28 نومبر په ملک کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پېل شوی وو.

[د دې خبر نور جزيات درسره وروسته شريکوو]

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00