شاته

رپورټ: ایي اېم اېف پاکستان ته د اخراجاتو  د کمولو مشوره ورکړې 

د پاکستان د خزانې وزارت ویلي د نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف نه د قرض بل قسط اخیستلو دپاره د ايي اېم اېف او پاکستان خبرې په انلاین بڼه شروع شوي دي.

روېټرز خبري اداره وايي د خزانې وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ ايي اېم اېف سره د خبرو شروع کېدو تصدیق وکړو.

د خز انې وزارت د اعلان نه مخکې په یو مطبوعاتي رپورټ کې وېل شوي وو چې ايي اېم اېف پاکستان ته مشوره ورکړې وه چې د قرض بل قسط دپاره د خبرو نه مخکې دې پاکستان په خپلو اخراجاتو کې کمی وکړي.

د خزانې وزارت وویل حکومت خپل مالي معلومات چې پکې سېلابونو سره تړلي او نور اخراجات شامل دي د ايي اېم اېف سره شریک کړي دي او د ايي اېم اېف یوه ډله به زر د پاکستان دوره کوي.

پاکستان ايي اېم اېف نه د هغه شپږ بېلین ډالرو قرض د بل قسط اخیستلو دپاره خبرې شروع کړي چې مالياتي ادارې یې په 2019 کې پاکستان ته د ورکولو منظوري ورکړې وه. سږ کال ايي اېم اېف په دغه قرض کې یو بېلین ډالر اضافه وکړه او د قرض مجموعي مالیت اووه بېلین ډالرو ته ورسېدو.

د ايي اېم اېف سیمه استازي اېستر پرېیز رویز روېټرز خبري ادارې ته په یو بیان کې وویل چې د دغه قرض د بل قسط دپاره د نهمې کتنې یا ریویو خبرې په انلاین بڼه شروع شوي دي چې پاکستاني چارواکي انساني مرستو او بیا بحالۍ ته توجه ورکولو دپاره خپلو تګلارو ته ترجیح ور کړي.

روېټرز وايي په پاکستان کې د سږ کال په سېلابونو کې د 1700 نه زیات کسان مړه شوي او په د ملک زراعت او اقتصاد ته په پراخه کچه نقصان رسېدلی دی.

د پاکستان د خزانې وزارت وویل ايي اېم اېف په دې خبره پوهېږي چې د سېلابونو وروسته د پاکستان هغه اقتصادي صورتحال بدل شوی چې په بنیاد یې اسلام اباد ته قرض ورکړی شوی و او د ايي اېم اېف مامورین د هغو معلوماتو په تفصیلي ډول تجزیه کوي چې پاکستان ورکړي دي.

روېټرز وايي د نومبر د میاشت د 18 نېټې پورې پاکستان د 7.8 بېلین ډالرو د زر مبادله ذخایر لرل چې د یوې میاشت د درامداتو دپاره کافي دي.

روېټرز وايي د پاکستان ای ار وای نیوز د ګل، دوشنبې، په ورځ دا خبر خپور کړی و چې ايي اېم اېف پاکستان ته ویلي وو چې د نهمې جایزې دپاره د خبرو شروع کېدو نه مخکې دې خبل اخراجات یا لګښتونه کم کړي.

د ايي اېم اېف بورډ د اګست په میاشت کې د اتمې جایزې منظوري ورکړې وه چې ترمخه یې پاکستان ته 1.1 بېلین ډالر ورکړل.

د قرض د بل قسط دپاره د نهمې جایزې خبرې د سېپټمبر میاشت راهسې د ځنډ ښکار دي. ايي اېم اېف تېره هفته روېټرز ته وویل چې د خبرو شروع کېدو دپاره ضروري ده چې پاکستان د سېلاب نه پس د بحالۍ دپاره خپلو تګلارو ته حتمي شکل ورکړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې د رپورټ نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00