شاته

جرمني: د اوکراین د انرژۍ په تاسیساتو د روسیې بریدونه جنګي جرم دی  

د جرمني د عدلیې وزیر مارکو بوشمن وايي چې د اوکراین د انرژۍ په تاسیساتو باندې د روسیې د توغندیو بریدونه «جنګي جرم» دی.

په اوکراین کې د ژمي په درشل کې، روسیې د دغه هېواد د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي‌ چې د چارواکو په وینا میلیونونه خلک یې له برېښنا او اوبو څخه محروم کړي دي.

ښاغلي بوشمن وویل چې د کال د تر ټولو سړو میاشتو څخه مخکې «په سیستماتیک ډول د تودوخې او برېښنا د انتقال سیستماتیک ویجاړول خطرناک جنګي جرم» دی. هغه وویل چې د دې کار له کبله به ډېر خلک د سوړ ژمي قرباني شي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس نوموړي د جي-۷ هېوادونو د عدلیې وزیرانو سره له لومړۍ غونډې وروسته، چې د اوکراین د عدلیې وزیر هم په کې و، دا څرګندونې کړې دي.

ښاغلي بوشمن زیاته کړه: «جنګي مجرمینو ته باید په هېڅ ځای کې هم د خوندي احساس کولو اجازه ورنکړل شي.» هغه وویل چې د جي-۷ صنعت دموکراسیو[هېوادونو] باید «د جنګي جرمونو سره د ګډې مبارزې لپاره ښه همکاري کړې» وای.

خو هغه دا خبره وکړه چې نهایتاً به د روسیې د لوړې کچې د مشرتابه په ضد قضیې د جنګي جرمونو په نړیوالې محکمې کې ولیدل شي. د نوموړي په وینا د روسیې پلټونکو د فبرورۍ په میاشت کې په دغه هېواد باندې د روسیې له یرغل راهېسې « د جنګي جرمونو نژدې ۵۰۰۰۰ قضیې» ثبتې کړې دي.

د اوکراین لوی څارنوال اندري کوستین د اوکراین د مقاماتو هغه غوښتنه بیا تکرار کړې چې یوه ځانګړې نړیواله محکمه دې جوړه کړل شي او روسیه دې په کې د «یرغل په جرم» محاکمه شي.

نوموړي همدغه راز د جرمونو په نړیوالې محکمې کې «حقوقي محدودیتونه» هم یاد کړي چې دا «د جنګي جرمونو، بشریت ضد جرمونو او نسل وژنې په جرمونو» پورې یې محدودوي.

د اوکراین لوی څارنوال وویل: «که یرغل نه وای، جنګي جرمونه به نه کېدل.»