شاته

متحده قومونو د ایران په احتجاجونو کې په ماشومانو د تشدد غندنه کړې

د متحده قومونو د ماشومانو د خېرښېګړې ادارې یونېسېف په ایران کې د احتجاجونو په مهال په ماشومانو د تشدد غندنه کړې او ويلي يې دي چې په ایران کې د حکومت خلاف احتجاجونو کې د 50 نه زیاتو ماشومانو ژوندونه بېللي دي.

یونېسېف د اتوار، يکشنبې، په ورځ په خپل بیان کې وویل اداره د هغو چاپو په اړه "ژور تشویش" لري چې ایراني چارواکو په ځینو سکولونو وهلي دي. "سکولونه باید همیشه د ماشومانو دپاره محفوظ ځایونه وي."

یونېسېف وویل د ایران په احتجاجونو کې ماشومانو ته د زیان په اړه د لومړیو رپورټونو ترلاسه کولو وروسته یې خپل تشویش يې نېغ په نېغه ایراني چارواکو ته رسوولی دی.

د وي او ای رپورټ ترمخه، د انساني حقونو ځینې ادارې وايي د ایران په احتجاجونو کې د 63 نه زیات ماشومان وژل شوي دي.

ایران د ماشومانو د حقونو د تحفظ دپاره د نړیوال تړون غړی دی او د ماشومانو د حقونو دپاره اواز پورته کونکي تنظیم ویلي د دغه تړون ترمخه ایران دا ذمه واري لري چې د ماشومانو ژوند، د رای د ازادۍ او د پرامن احتجاج د حق تحفظ یې وکړي.

د امن نوبل انعام ګټونکو تنظیم یونېسېف په ایران غږ وکړو چې په پرامنه ډول د یوځای کېدلو د ټولو ماشومانو د بنیادي حق تحفظ دې وکړي او ماشومان دې د هر ډول خطر نه وساتي او ماشومان دې د ذهني او جسماني زیان نه محفوظ کړي.

د سېپټمبر په میاشت کې د ایران د اخلاقي پولیس په ولکه کې د مېرمن مهساامیني د مرګ په سر په ایران کې د راپارېدلو احتجاجونو لړۍ دوام لري. امیني پولیس په دې الزام نیولي وه چې حجاب يې سم نه و اغوستی.

د ایران په احتجاجونو کې شرکت کونکي د مېرمنو د حقونو په حق او د هېواد د مذهبي مشرانو په ضد نعرې پورته کوي.

د مهسا امیني کورنۍ وايي د هغې په بدن د تشدد نخښې وې. د ایران حکومت ویلي د امیني د مرګ تحقیقات یې شروع کړي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د فارسۍ څانګې نه اخیستل شوي


ځانګړې ویډیوګانې

د سوات د سیند په غاړه جشن سوات
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00