شاته

پاکستاني چارواکي به د طالب مشرانو سره په امنیت، دوه اړخیزه تعلقاتو او نورو چارو خبرې کوي

د پاکستان حکومت د چارواکو یو پلاوی به د نایب خارجه وزیرې حنا رباني کهر په مشرۍ کې د افغانستان سفر کوي او د طالب چارواکو سره به د امنیت، تجارت، تعلیم او په یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کوي. دا خبره د پاکستان خارجه وزارت په یو بیان کې کړې ده.

د پاکستان خارجه وزارت په خپله وېب پاڼه یو بیان کې وویل مېرمن کهر به د نهې، سه شنبې، په ورځ کابل ته رسېږي او د یوې ورځې د سفر په مهال به د طالب مشرانو سره د سیمې په امنیت، تجارت او سرمایه کارۍ سیمه اییز تړون او د ولس په کچه د تعلقاتو په موضوعاتو خبرې کوي.

د بیان ترمخه حنا رباني کهر به په افغانستان کې د امن او ثبات، د افغان ولس سره د پاکستان ملاتړ او په افغانستان کې د انساني بحران د ختمولو په اړه د پاکستان مرستې څرګندوي.

د پاکستان په شمول یو ملک هم په افغانستان د طالبانو حکومت په رسمي ډول نه دی پېژندلی. په کابل د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس یو شمېر پاکستاني چارواکو د افغانستان دورې کړي دي.

حنا رباني کهر په داسې حال کې کابل ته ورځي چې په ورستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لږ تر لږه په دوو سرحدي لارو کړکېچونه پېدا شوي او دواړه لارې څو ورځې تړل شوي وې.

د افغانستان د پکتیا ولایت او د پاکستان د کرمې ضلعې ترمنځ سرحدي لار د نومبر په 19 نېټه د تړل کېدو وروسته پرانېستل شوي ده.

د طالبانو د خارجه چارو موقتي وزیر ملا امیرخان متقي
د طالبانو د خارجه چارو موقتي وزیر ملا امیرخان متقي

د افغانستان د کندهار ولایت او د پاکستان د بلوچستان صوبې ترمنځ د چمن سرحدي لار هم څو ورځې د بند وروسته خلاصه شوي ده.

افغانستان ته د پاکستان د نایب خارجه وزیرې حنا رباني کهر د سفر په اړه بیان کې د پاکستان خارجه وزارت دا نه دي ویلي چې هغه به په کابل کې د طالب چاوراکو سره د سرحدي شخړو په موضوع هم خبري کوي او که نا؟ خو بیان وايي د هغه به طالبانو سره د واړو ملکونو د ولسونو ترمنځ په تعلقاتو خبرې کوي.

د پاکستان د خارجه وزارت په بیان کې دا نه دي وېل شوي چې مېرمن کهر به په کابل کې د کومو طالب مامورینو سره ملاقاتونه کوي خو کابل نه د وي او ای اشنا څانګې خبریال وايي چې مېرمن کهر به د طالبانو د خارجه چارو موقتي وزیر ملا امیرخان متقي او د طالبانو وزیراعظم حسن اخوند سره ویني.

په کابل کې طالب چارواکو د حنا رباني کهر د سفر په اړه څه نه دي ویلي. په کابل کې سرچینو وي او ای ته ویلي چې افغانستان ته د حنا رباني کهر د سفر تابیا د سېپټمبر په میاشت کې شوي وه خو د ځینو وجوهاتو په سبب دغه سفر وځنډیدو.


ځانګړې ویډیوګانې

د سوات د سیند په غاړه جشن سوات
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00