شاته

انور ابراهیم د ملېشیا د نوي وزیراعظم په حېث سوګند پورته کړو

د ملېشیا نوي وزیراعظم انور ابراهیم د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د خپلې چوکۍ سوګند پورته کړو.

انور ابراهیم د ډیر وخت راهسې د حزب اختلاف مشر و او اېسي سي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي د هغه وزیراعظم جوړېدل د اصلاح پسندو بریا ده چې د څو ورځو راهسې د لانجمنو انتخاباتو وروسته د ملی قام پرستانو سره په سیاسي جنګ کې ښکیل وو.

د انتخاباتو وروسته د ملېشیا باچا سلطان عبدالله سلطان احمد شاه د انور ابراهیم نوم د وزیراعظم د چوکۍ دپاره تجویز کړو او ویې وېل هغه باور لري چې ابراهیم د وزیراعظم جوړېدو دپاره د پارلېمنټ د اکثریت غړو حمایت ترلاسه کړی شي.

په قامي محل کې د انور ابراهیم د سوګند پورته کولو دستوره په قومي کچه په ټېلې وژن وښودل شوه.

د دستورې وروسته په ټوېټر خپل پېغام کې انور ابراهیم وویل په ذمه وارۍ او په خاکسارۍ به خپله دنده ترسره کوي.

د خالي، شنبې، په ورځ شویو انتخاباتو کې د انور ابراهیم سیاسي اتحاد الاینس اف هوپ یا د امید اتحاد 82 چوکۍ وګټلي خو د حکومت جوړلو دپاره یې 112 چوکۍ ترلاسه نه کړی شوې. د پخواني وزیراعظم محي الدین یاسین په مشرۍ کې نېشنل الاینس 73 او د پېن ملېشین اسلامک پارټۍ 49 نشستونه وګټل.

په داسې حال کې چې یوې پارټۍ هم واضحه اکثریت نه لرلو په حکومت سازۍ کې جمود پس له دې ختم شو چې یونایټېډ ملېز نېشنل ارګنایزېشن د انور ابراهیم د حمایت اعلان وکړو. ای پي وايي یو وخت و چې د انوار ابراهیم او د ملیز نېشنل ارګنایزېش د خپل منځي رقابت په سبب د ملېشیا په سیاست کې د دواړو ګوندونو ترمنځ د اتحاد تصور هم نه شو کېدلی. په بورنیو جزیره کې نورو بااثره ډلو ویلي د باچا په فېصله به عمل کوي.

د ملېشیا باچا په خپل بیان کې د انور ابراهیم نه وغوښتل چې په خاکسارۍ دې حکومت وکړي. باچا د حزب اختلاف د ګوندونو نه وغوښتل چې خپل منځو کې مفاهمت وکړي چې دا ډول باثباته حکومت یقیني او سیاسي اختلافات ختم شي. ای پي وايي د سیاسي اختلافاتو له امله د 2018 راهسې په ملېشیا کې درې وزیراعظمان بدل شوي دي.

محی الدین شکست د منلو نه انکار کړی او په یو خبري کانفرنس کې یې غوښتنه وکړه چې انور ابرهیم دې په پارلېمنټ کې خپل اکثر ثابت کړي چې دا ډول د هغه په مشرۍ شکونه لرې شي.

ای پي وايي د انور ابراهیم سیاسي سفر د زیر او بم نه ډک دی خو د هغه بریا د اسلامي انتها پسندۍ په اړه تویش ختموي. د رپورټ ترمخه هغه د نسلي اختلافات چې د تېرې هفتې انتخاباتو نور زیات کړي، اقتصاد د بحالولو او د ملک غورځېدلي کرنسي د بهتر کولو په شان مشکلاتو سره مخامخ دی. د ملېشیا د 33 مېلین ابادۍ په دریو کې دوه برخې د ملی نسل خلک دي. د دې ترڅنګ د ملېشیا په ابادۍ کې هندي او د چینیايي نسل خلک هم په لویه شمېره کې موجود دي.

انور ابرهیم نایب وزیراعظم هم و او ای پي وايي د نونسوه نوي په لسیزه کې حکومت نه د هغه د لېرې کېدو او د هغه د قېد کېدو په سر شروع شوو احتجاجونو د یو قوي سیاسي تحریک شکل واخیستلو. انور ابراهیم یو سړي سره د جنسي فعل په سر قېد کړی شوی. هغه به وېل چې دغه الزام پې په سیاسي بنیاد لګول شوی دی. وروسته هغه ته معافي ورکړی شوه.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې د رپورټ نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00