شاته

د فوټبال نړیوال جام کې برازیل او پرتګال خپلې لومړۍ لوبې وګټلې

په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام په روانو سیالیو کې د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۴ (لیندۍ درېیمه) څلور لوبې وشوې.

د پنجشنبې د ورځې په لومړۍ لوبې کې سویزرلنډ کامېرون ته یو-صفر ماتې ورکړه. د کامیرون لوبغاړي ایمبولو د لوبې په ۴۸ دقیقه کې ګول وواهه. دویمه لوبه بیا د یوراګواې او جنوبي کوریا ترمنځ وه چې صفر-صفر پای ته ورسېده.

د فوټبال د مبصرینو په نظر د دغې ورځې دوې وروستۍ لوبې په زړه پورې وې. د پرتګال او ګانا ترمنځ لوبه پرتګال ۳-۲ وګټله. د پرتګال او نړۍ مشهور ستوري کرستیانو رونالډ د لوبې په ۶۵ دقیقه کې د پنالټي شوټ ګول کړ او په دې سره لومړی لوبغاړی شو چې په پنځو نړیوالو جامونو کې ګولونه وهي.

رونالډو لومړی لوبغاړی شو چې د فوټبال په پنځو نړیوالو جامونو کې ګولونه وهي
رونالډو لومړی لوبغاړی شو چې د فوټبال په پنځو نړیوالو جامونو کې ګولونه وهي

د رونالډو له ګول څخه اووه دقیقې وروسته د ګانا لوبغاړي ایو په پرتګال ګول وواهه او لوبه نوره هم حساسه شوه. خو، د لوبې په ۷۸ دقیقه کې د پرتګال فیلکس او په ۸۰ دقیقه کې لیاو یو-یو ګول ووهل او د لوبې په وروستیو شېبو ۸۹ دقیقه کې د ګانا بکاري په پرتګال بل ګول وواهه. د دواړو لوبډلو لوبغاړو د نورو ګولونو د وهلو ځینې فرصتونه ضایع کړل او بالاخره پرتګال ۳-۲ لوبه وګټله.

ګانا د افریقا د وچې لومړۍ لوبډله شوه چې په روان نړیوال جام کې ګول وهي.

د پنجشنبې د ورځې په وروستۍ او څلورمې لوبې کې برازیل صربیا ته ۲-صفر ماتې ورکړه. د برازیل لوبغاړي ریچارلیسن د لوبې په ۶۲ او ۷۳ دقیقو کې دوه پرلپسې ګولونه ووهل او برازیل لوبه وګټله.

نړیوال ستوري نیمار څو ځلې د ګول وهلو فرصت ترلاسه کړ، خو د صربیا د ګول مدافعینو پرېنښودل چې خپل هدف ته ورسېږي. د برازیل او صربیا لوبغاړو د ځینو ګولونو فرصتونه له لاسه ورکړل.

په روان نړیوال جام کې سبا جمعه نومبر ۲۵ څلور لوبې کېږي: ویلز له ایران، کوربه قطر له سنیګال، هالنډ له ایکوادور او انګلنډ له متحدو ایالتونو سره لوبې لري.

په نړیوال جام کې ټول ۳۴ لوبډلې لوبېږي.