شاته

سوریه کې د ترکیې بمونه د امریکايي ځواکونو په ۳۰۰ مترۍ کې لګېدلي

دوو سرچینو امریکا غږ ته وویل چې د کردي یاغیانو په ضد د ترکیې د روانو هوايي بریدونو په لړ کې، د ترکیې څو بمونه د سوریې په شمال ختیځ کې امریکايي ځواکونو ته څېرمه لګېدلي دي.

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندې (سنټکام) چې په سوریه کې یې د داعش سره د مبارزې دپاره شاوخوا ۹۰۰ سرتیري میشت کړي دي، په لومړي ځل د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۲ (لیندۍ ۱) دا برید تایید کړ چې له امله یې، د سنټکام په خبره، امریکایي سرتیرو ته زیان ندی اوښتی.

د پنټګان یوه بل چارواکي د چهارشنبې په ورځ ناوخته امریکا غږ ته وویل چې بمونه د الحسکه ښار په شمال کې پوځي اډې ته څېرمه د امریکایي عسکرو په ۳۰۰ مترۍ کې لګېدلي دي.

د متحده ایالاتو پوځي چارواکو د چهارشنبې په ورځ په خپرې شوې یوې اعلامیې کې پېښه جدي بللې خو په اړه يې نور جزیات ندي ورکړي.

د سوریې په شمال ختیځ کې پر کردي جنګیالیو د ترکیې د بریدونو په زیاتېدو سره، ولسي خلک بیا د ترکیې له خوا د کردانو پرضد د پراخو ځمکنیو عملیاتو د پیلېدو په هکله اندېښنه لري.

په تیرو څو ورځو کې، ترکیې د سوریې په شمال ختیځ کې د امریکا له ملاتړه برخمنو کردي جنګیالیو پرضد هوايي بریدونه زیات کړي دي. خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې اونۍ کې وویل چې ښايي له ځمکنیو ځواکونو هم کار واخیستل شي.

د ځايي خلکو اندېښنې

د سوریې د قامیشلي ښار او د ترکیې پولې ته نږدې د نورو کرد میشته کوچنیو ښارونو اوسېدونکي د تاوتریخوالي زیاتېدو اندېښمن کړیدي.

د قامیشلي د ښار اوسېدونکې مدینه محمد وویل: "که چیرې مونږ ویرېږو یا نه، داسې کوم ځای نشته چې پناه وروړو. حتا که مونږ له دې ځای څخه ووځو هم، زمونږ نارینه او هلکان زمونږ سره نشي وتلی. په همدې خاطر به مونږ پاتې شو او انتظار به وباسو، ترهغه وخته چې کولی شو، دلته به پاتې شو."

ترکیه د کردانو تر مشرۍ لاندې د سوریې دیموکراتیک ځواکونه (ایس ډي ایف) یوه تروریستي ډله بولي او په استانبول کې یې په دې وروستیو کې په ترسره شوي بمي برید کې په لاس لرلو تورنوي په کوم کې چې اته کسه ووژل شول. خو د سوریې دیموکراتیک ځواکونو دغه تورونه رد کړي دي.

د سیمې یو شمیر اوسېدونکي د داعش پرضد د امریکا ترمشرۍ لاندې ځواکونو څخه غواړي چې دوی د ترکیې له دوامداره بریدونو څخه خوندي کړي.

د قامیشلي اوسېدونکي، باو احمد وویل: "امریکا باید د کُردانو په خوندیتوب کې لوی رول ولوبوي. مونږ ورڅخه نه غواړو چې د یوه کُردي دولت په جوړولو کې له مونږ سره مرسته وکړي. یواځې ورڅخه غواړو چې د ترکیې د ګواښونو په وړاندې مو خوندي کړي."

د امریکا متحده ایالاتو له دواړو لوریو غوښتي دي چې تاوتریخوالی کم کړي. امریکایي چارواکو دغه راز، ویلي چې انقره حق لري چې له سوریې څخه د ورته متوجه ګواښونو په وړاندې د خپل ځان دفاع وکړي.

د قامیشلي د ښار ځینې اوسېدونکي د سوریې له حکومتي ځواکونو غواړي چې ښکیل شي ځکه د ترکیې بریدونه د سوریې ملي حاکمیت نقضوي.

د همدې سیمې اوسېدونکي باو شلال وویل: "د کردانو مسئله باید له دمشق سره د خبرو له لارې حل شي. دا د دې مشکل د حل عادلانه او سوله ییزه لاره ده."

د کردي چارواکو د معلوماتو له مخې، د ترکیې په وروستیو بریدونو کې ۱۳ تنه ولسي وګړي وژل شویدي.