شاته

فوټبال نړیوال جام کې ایراني مدني فعالانو خپل غږ اوچت کړ

په قطر کې د فوټبال نړیوال جام که څه هم د ډیرو دپاره تفریح ده خو د ایراني مدني فعالانو لپاره یې د خپلو حقونو د غوښتلو او غږ پورته کولو فرصت هم برابر کړی دی.

د ایران د فوټبال د لوبډلې یو شمېر مېنه وال د دوشنبې په ورځ په ښکاره د خپل هیواد او انګلستان د لوبډلې د سیالۍ د لېدو لپاره لوبغالي ته ورغلل. په دوی کې د یو شمېر ایراني فعالانو دپاره چې پر کمیسونو یې د "ښځه، ژوند او ازادي" شعار لیکل شوی وو، دا سیالي یوازې تفریح نه وه.

په قطر کې اوسیدونکي یوه ایراني وګړي وویل: "دلته زموږ د راتللو اصلي موخه همدا ده، چې د خپلو خلکو او هیواد غږ پورته کړو. خلک په ایران کې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي. یو داسې رژیم، چې په ښوونځيو کې کوچنیان او په کوڅو کې ځوانان وژني، په اړه تصور نشئ کولای. تاسې پوهیږئ، چې دوی څه ډول مبارزه کوي. موږ یوازې غواړو چې له خپلو کورنیو او دوستانو څخه د ساتنې لپاره د رژیم پر وړاندې مبارزه وکړو. لطفاً زموږ غږ راغبرګ کړئ. زموږ د کورنیو او دوستانو غږ پورته کړئ."

په ایران کې د جون د میاشتې راپدېخوا، د ایران په حکومتي زندان کې د ۲۲ کلنې مبارزې، مهسا امیني د وژل کېدو له امله په ټول ایران کې مظاهرې رواني دي. د ایران حکومت دغه مظاهرې ځپلي او تر اوسه یې ۴۱۹ مظاهره چیان وژلي او په زرګونو نور یې بندیان کړي دي.

په قطر کې اوسېدونکي بل ایراني وګړي د ایران د لوبډلې د لوبې وروسته وویل: "ځېنې وختونه، موږ هڅه کوو، چې هغه ستونزې چې په ایران کې رواني دي، هغه هېرې کړو. زموږ لپاره دا د خوښۍ فرصت وو چې د دواړو لوبډلو لوبه وګورو. خو موږ له نویمې تر سلمې دقیقې پورې، په وزګار وخت کې، د هغه څه په اړه چې په ایران کې روان دي، فکر نه کولو. خو زه هیله من یم چې دا به په ایران کې یوه مثبته اغېزه ولري. لوبغاړي او ټول هغه خلک چې دلته دخیل دي او ټوله نړۍ، هغه څه غواړي چې د بشریت لپاره غوره دي. ایران هم د دې برخه ده."

ایرانیانو د نړۍ په بېلا بېلو ښارونو کې په ایران کې له روانو مظاهرو ملاتړ ته دوام ورکړی. په قطر کې د فوټبال نړیوال جام د لوبو نندارې ته راغلي بل ایراني وګړي وویل: " زه دلته راغلی یم تر څو چې د ایرانیانو غږ پورته کول وګورم، او موږ دلته یو چې د ښځې، ژوند او ازداۍ خپل شعارونه واورو."

د لوبې په ډګر کې هم پرون د ایران لپاره خبرونه خوشالوونکي نه وو. انګلستان د څلورو ګولونو په توپیر ایران ته ماتې ورکړه. د دوشنبې په بله لوبه کې، هالنډ دوه پر صفر سینیګال مات کړ او په درېیمه او وروستۍ لوبه کې امریکا او وېلز سره مخ شول چې لوبه ۱-۱ مساوي پای ته ورسېده.

نن سه شنبې سعودي عربستان په ۲-۱ ارجنټاین ته ماتې ورکړه او د ډنمارک او تونس لوبه له کوم ګول پرته مساوي پای ته ورسېدله. نن په درېیمه لوبه کې مکسیکو او پولنډ او په وروستۍ لوبه کې فرانسه او اسټرالیا سره مخامخ کیږي.