شاته

امریکا له اوکراین سره ۴.۵ میلیارد ډالر نوې مرسته اعلان کړه

د امریکا حکومت نن سه شنبه د نومبر ۲۲ (لیندۍ اول) اعلان وکړ چې له اوکراین سره به د نړیوال بانک له لارې ۴.۵ میلیارد ډالر نوره مرسته کوي.

د امریکا د خزانې وزیرې جنیت یلن ویلي‌ دي چې په څو اونیو کې به د اوکراین حکومت ته د دغو مرستو ورکول پیل شي چې د روسیې سره جګړې کې یې مرسته وشي.

نوموړې زیاته کړې ده چې دا مرستې به «د اقتصادي ثبات د تقویې، د روغتونونو د کارکوونکو، حکومتي مامورینو او ښوونکو د معاشونو د ورکولو تر څنګ د حکومت د اساسي خدمتونو د روان ساتلو» په برخو کې لګول کېږي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې نړیوال بانک هم په یوې جلا اعلامیې کې ویلي دي چې له اوکراین سره به دا د مرستو لړۍ هم منظموي.

د نړیوال بانک مشر ډیویډ ملپاس ویلي دي چې له اوکراین سره دا مرستې «په داسې حساس وخت کې کېږي چې د انرژۍ د وېش په برخه کې له جدي ستونزې او ساړه موسم سره مخامخ» دی.

نوموړي ویلي دي: «د اوکراین خلکو ته د مرستو په رسولو کې زموږ ژمنه د تل په څېر قوي ده.»

نړیوال بانک تر دې دمه د اوکراین له خلکو سره د بېړنیو مالي مرستو په لړ کې ۱۷.۸ میلیارد ډالر مرستې تنظیم کړې او وايي چې څه باندې ۱۱.۴ میلیارده یې وار دمخه رسول شوي دي.

د امریکا د خزانې وزیرې جنیت یلن وویل چې د نویو مرستو په اعلان له اوکراین سره د متحدو ایالتونو د بلا عوض مرستو اندازه ۱۳ میلیارد ډالرو ته ورسېده.

روسیې د روان کال د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین یرغل پیل کړ، امریکا او متحدینو یې دا یرغل وغنده او په ځواب کې یې له اوکراین سره پوځي او بشري مرستې پیل کړې چې د مسکو په ضد دا جګړه وګټي.