شاته

ریچارډ بینیټ د ظریفې یعقوبي او همکارانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ د ظریفې یعقوبي د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ وايي، د نومبر له درېیمې نېټې د ښځو د حقونو د فعالې ظریفې یعقوبي او د هغې د څلورو همکارانو خپلسري نیول ادامه لري.

ښاغلي بینیټ پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، خپل ږغ له نورو هغو بنسټونو سره یوځای کوي چې د دغو کسانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي، ټول افغانان د سوله ییزو غونډو، د بیان او عقیدې د ازادۍ حق لري، چې طالبان باید د دوی دغه حق رعایت کړي.

مېرمن یعقوبي او همکارانې یې په کابل کې نیول شوي او تر اوسه یې د ځایځایګي په باب معلومات نه دي خپاره شوي.

د بشري حقونو څار سازمان ویلي: "د ظریفې یعقوبي او یوشمېر نورو معترضو مېرمنو نیول کېدل دا ښيي چې طالبانو د خلکو هغه حق چې وکړای شي د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره خپل غږ پورته کړي نقض کړی دی."

په همدې حال کې د ښځو د حقونو ځینې فعالانې په پام کې لري، په لندن او د نړۍ په نورو ښارونو کې د افغان مېرمنو په ملاتړ لاریونونه وکړي.

د ښځو د حقونو فعالې، نظیفې حقپال ازادۍ راډیو ته وویل: "یوه اوونۍ وروسته د نومبر پر ۲۷مه، په لندن او د نړۍ په نورو ښارونو کې مارشونه یا لاریونونه پیلېږي. دغه مارش د افغانانو له خوا او په لندن کې د مېشتو هغو مدني او بشري حقونو د فعالانو له خوا تنظیم شوی دی. نور مدني ارګانونه هم په کې ونډه لري. له نړیوالې ټولنې د ښځو د حقونو په اړه ځانګړې غوښتنې لري، چې بیا به یوه اعلامیه هم خپره شي."

وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، په افغانستان کې پر ښځو او نجونو محدودیتونه او فشارونه زیات شوي دي.

ښځې په اکثرو دولتي ادارو کې له کاره منع شوي او نجونو ته لا هم اجازه نه ده ورکړل شوې، چې تر شپږم ټولګي پورته نور تعلیم وکړي.

طالبانو ویلي، چې ښځو ته د شریعت په چوکاټ کې ټول حقونه ورکوي او د نجونو پرمخ د ټولو ښوونځیو د پرانیستلو په اړه هڅې روانې دي. میاشتې واوښتې خو د طالبانو ژمنې یوازې د کاغذ پرمخ پاتې دي.

اړوند مطالب