شاته

د ناروې بهرنيو چارو وزيره: طالبانو سره دې د نجونو د زده‌کړو په اړه خبرې وشي

د ناروې د بهرنیو چارو وزیره وايي، سره له دې چې هر څوک په افغانستان کې د نجونو د تعلیم او په دغه هېواد کې د تروریستانو د بیا را یو ځای کېدو په اړه اندېښنه لري، پکار ده چې له طالبانو سره خبرې وشي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیره انیکن هوپتفلت وايي، طالبانو د دې پر ځای چې د افغانستان د خلکو د ژوند ښه کېدو ته پام وکړي، نورو مسلو ته لومړتیوب ورکړی دی.

اغلې هویتفلت په اوسلو کې د بشري بنسټونو په کوربه‌توب د افغانستان اوونۍ په نوم په غونډه کې نړیواله ټولنه وهڅوله چې طالبان اړ باسي څو پر خپلو ژمنو ودرېږي او د افغانستان د خلکو سوکالۍ ته لومړیتوب ورکړي.

دا غونډه، چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ، پرون پای ته ورسېده.

دې همدا راز وویل، داسې ښکاري چې طالبان د عادي خلکو د ژوند د ښېګڼې پر ځای نور لومړیتوبونه لري.

"هر څوک په دې واقعیت اندېښنه لري چې په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته له تعلیمه بې برخې دي."

نو نړیواله ټولنه باید څه چې یې په وس پوره وي د طالبانو د هڅولو لپاره ترې کار واخلي چې هغوی پوی شي چې د افغانانو سوکالۍ ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

دې ټینګار وکړ چې د دې کار لپاره باید له طالبانو سره خبرې وشي، افغانان دې په خپله ورسره وغږيږي.

په اوسلو کې مېشت افغان خبریال محمد عیسی ستانکزی وايي، د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې له طالبانو سره پر خبرو له ټینګار کړی.

نوموړی وايي: "هر څوک په دې واقعیت اندېښنه لري چې په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته له تعلیمه بې برخې دي. هر څوک دا مني چې مهمه ده باید نړیوال تروریستان پرېنښودل شي چې بیا په افغانستان کې ځالې جوړې نه کړي."

د ناروې د بهرنيو چارو وزيره انیکن هویتفلت
د ناروې د بهرنيو چارو وزيره انیکن هویتفلت

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې د هغو انتقادونو په اړه چې ولې یې د سږ کال په جنورۍ کې د اوسلو غونډې ته د طالبانو استازي وبلل، وویل چې دا پرېکړه یې سمه وه.

د دې په وینا طالبانو د اوسلو په غونډه کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو او د بشري حقونو د رعایتولو ژمنې وکړې خو عمل یې پرې ونه کړ.

د افغانستان اوونۍ په ناسته کې د افغانستان د چارو یو شمېر متخصصان او د مدني ټولنې غړیو ګډون کړی و او د افغانانو پر وضعیت یې خبرې وکړې.

په افغانستان کې د قانون حاکمیت، اقتصادي پرمختګ، د ښځو او اقلیتونو حقونه او له تروریزم سره مبارزه د دې کنفرانس د بحثونو اصلي ټکي وو.

د جنوري په مياشت کې د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي او يو شمېر نورو طالب چارواکي ناروې کې د يوې غونډې پر مهال، انځور - ارشيف
د جنوري په مياشت کې د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي او يو شمېر نورو طالب چارواکي ناروې کې د يوې غونډې پر مهال، انځور - ارشيف

د اوسلو د سولې انستیتیوت غړي کرشتن برګ هیپ غونډې ته وویل، سره له دې چې په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې او په نسبي ډول امنیت ټینګ شوی، لا هم ډېرې ستونزې شته په تېره بیا د ښځو د ژوند او حقونو په برخه کې.

د اوسلو په غونډه کې یو شمېر افغانانو هم ګډون کړی و.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شاه ګل رضايي د طالبانو له لوري پر ښځو د لګولو شویو محدودیتونو په اړه وویل چې، د دغو محدودیتونو په وړاندې د ښځو اعتراضونو اوس په افغانستان کې د عدالت او مساوات لپاره د عدالت غوښتنې بڼه خپله کړې ده.

غونډې ته د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې وویل، افغانستان یې هېر کړی نه‌دی او د ناروې هڅې دوام لري خو باید له فرصتونو څخه په استفادې په نویو لارو پسې وګرځي څو له افغانانو سره مرسته وشي او وضعیت ښه شي.

سره له دې چې د طالبانو د واک ته رسېدو څه باندې ۱۵ میاشتې وځي، د ناروې په شمول هیڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.