شاته

د اویغور مسلمانان له هغوی څخه د اسلامي هېوادونو په پیکه ملاتړ ناراضه دي- راپور

د نړۍ اسلامي هیوادونه تر ډیره بریده د نړۍ په بیلابیلو برخو کې له مسلمانانو سره د ناوړه چلند په وړاندې غږ پورته کوي. خو ځینې شنونکي وايي چین هڅه کوي چې د ایغور مسلمانانو پروړاندې د دغه هیواد د زور زیاتي په هکله د مسلمانو هیوادونو د غږ پورته کولو مخه ونیسي.

په دې وروستیو کې د چین د کمونیست ګوند د ملي غونډې په ترڅ کې شي جینپینګ د درېیم ځل لپاره د چین د ولسمشر په توګه وټاکل شو. دغې پرمختیا ته په کتو سره اویغور فعالان د دغه هیواد د سینکیانګ په ولایت کې د دغو مسلمان لږکیو په وړاندې د بیجینګ په پالیسیو کې د کوم لوی بدلون تمه نه لري.

روشن عباس اویغوري الاصله امریکایۍ او د اویغوریانو د ملاتړ د یوې ټولنې مشره ده. هغې وویل: " چینایانو د ښځو او ماشومانو پرضد جنګ شروع کړی. مونږ له عقیم کولو او د جنین له جبري سقط کولو سره مخامخ یو، د ښځو په رحم کې د حمل د اخیستو د مخنیوي وسیلې نصبیږي."

د اکتوبر د میاشتې په لومړیو کې د امریکا د حکومت له ملاتړه برخمنه یوه مسوده د اویغور مسلمانانو د کړاوونو د بحث د راپورته کولو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د منظورۍ په خاطر وړاندې شوه. خو دغه مسوده منظور نه شوه.

د شورا د ۴۷ غړو له ډلې، یوازې ۱۷ غړو مثبتې رایې ورکړې. ۱۱غړو هېوادونو له رایې ورکولو ډډه وکړه او د اندونیزیا او متحده عربي اماراتو په شان د ځینو اسلامي هېوادونو په ګډون، ۱۹ نورو منفي رایه ورکړه.

روشن عباس وویل: "زه په دې خپه یم چې وینم د اندونیزیا په ګډون ځینو هیوادونو د هغه څه په هکله چې د دوی د اویغور او نورو ترکي نژاده مسلمانو خویندو او وروڼو پرضد ترسره کیږي، د بحث کولو پرضد رایه ورکړې."

اندونیزیا د چین لیدلوری تائیدوي. چین د اویغور د مسلمانانو پرضد د دغه هیواد د تاوتریوخوالي په هکله بحث کول چې امریکا او نور لویدیځ هیوادونه یې ملاتړ کوي، په خپلو کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د اندونیزیا استازي، فبریان رودیارد وویل: "مونږ په دې باور یو چې کومه تګلاره چې شورا غوره کړې، کوم معنی لرونکی پرمختګ نشي کولی، ځکه په دې دلیل د اړوندو هیوادونو ملاتړ نشي ترلاسه کولی."

چین له ډیر وخت راهیسې د اویغور مسلمانانو په ضد له تاوتریخوالی کار اخلي.

د روان کال د اګست په وروستیو کې د ملګرو ملتونو د حقونو شورا د اویغوریانو د بشري حقونو پرضد ترسره شوي داسې شواهد وموندل چې ښايي د بشريت پرضد جرمونه وګڼل شي.

د دغو ادعاوو د ناسم ثابتولو په خاطر چین ډیرځله اندونیزیايي خبریالان او مسلمان مشران د حکومت تر کلکې څارنې لاندې د سینکیانګ ولایت ته بېولي دي.

د اندونیزیا د حکومت په دریځ باندې د دغه هیواد د پارلمان ځینو غړو نیوکې کړېدي. په دې منتقدینو کې د پارلمان غړی سوکامتا هم شامل دی.

هغه وویل: " که چیرې هلته شواهد موجود وي، نو مونږ هیله من یو چې د اندونیزیا حکومت یې په اړه سم دریځ غوره کړي. مونږ باید دا یقیني کړو چې هلته له بشري حقونو سرغړونې ونشي."

د ملګرو ملتونو یوه دیپلومات وویل، له رایې اچونې مخکې د بشري حقونو شورا د هغه په خبره د چین تر سخت فشار لاندې راغله.