شاته

د امریکا پوځ: له ایران یمن ته انتقال کېدونکي ۷۵ ټنه سونګ مواد مو نیولي  

د امریکا د متحدو ایالتونو سمندري ځواکونه وايي هغه ۷۵ ټنه سونګ توکي یې نیولي او ضبط کړي چې په یوې کښتۍ کې له ایران څخه یمن ته انتقالېدل.

د امریکا بحري ځواکونو نن سه شنبه نومبر ۱۵ (لړم۲۴) په یوې اعلامیې کې وویل چې د «امونیم پرکلوریت» دا نیول شوی مقدار د منځني واټن وېشتونکیو لسو بلاستیکي میزایلو د سونګ توکو لپاره کفایت کوي.

په یمن کې حوثي یاغیان،‌ چې ایران یې ملاتړ کوي، دا میزایل د سعودي‌ عربستان په مشرۍ د ایتلاف په ځواکونو توغوي.

«امونیم پرکلوریت» هغه غیر عضوي کیمیاوي ماده ده چې په ترکیب کولو سره یې اوبلن سونګ مواد او د لویو توغندیو سونګ مواد ترلاسه کېږي.

دا مواد داسې مهال نیول کېږي،‌ چې ایران په هغه هېواد کې په روانو مظاهرو کې د «بهرنۍ مداخلې له کبله»، امریکا او سعودي‌ عربستان ته خبرداری ورکړی و.

تر دې دمه حوثي‌ یاغیانو او په ملګرو ملتونو کې د ایران د ماموریت استازو په دې اړه پوښتنو ته ځوابونه نه دي ویلي.

په منځني ختیځ کې د مېشتو امریکايي ځواکونو یو ویاند تیموتي هاوکینس اسوشیتدپرس ته په دې اړه وویل: «په دومره لویه اندازه کې مواد د جدي‌ اندېښنې وړ دي... له ایران څخه یمن ته د وسلو ناقانونه انتقال د بې ثباتۍ او تاوتریخوالی لامل کېږي.»

د امریکا‌ بحري ځواکونه وايي دا مواد یې د نومبر په اتمه له لرګیو څخه په یوې جوړې شوې کښتۍ کې ونیول. وايي دا مواد د «یوریا» کیمیاوي موادو، چې په چاودېدونکو توکو کې هم کارول کېږي، په کڅوړو کې ځای په ځای شوي‌.

نوموړي وویل چې امریکايي ځواکونو دا کښتۍ د احتمالي خطرونو له کبله له ډېرو موادو سره په اوبو کې غرقه کړې ده. امریکايي ځواکونو په دغې کښتۍ کې نیول شوي‌ څلور کسان د یمن حکومت ته،‌ چې نړۍ یې په رسمیت پېژني، سپارلي دي.

حوثي یاغیانو په ۲۰۱۴ کال کې د یمن مرکز صنعا ونیوه او د دغه هېواد مشروع حکومت تبعید ته اړ وېستل شو. د ۲۰۱۵ کال د مارچ په میاشت کې د سعودي‌ عربستان په مشرۍ ایتلاف د تبعید شوي‌ حکوت په ننګ د حوثي یاغیانو په ضد عملیات پیل کړل.

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۴ کال کې د حوثي‌ یاغیانو ته د وسلو انتقال بند کړ خو بیا هم ایران دغې ډلې ته وسلې استوي.