شاته

امریکا په یوې شبکې بندیزونه ولګول چې د روسیې سره د وسلو په پېر او پلور کې مرسته کوي

متحده ایالاتو دوشنبه نومبر ۱۴ (لړم۲۳) په ۱۴ افرادو او ۲۸ ادارو بندیزونه ولګول چې د یوې نړیوالې شبکې سره تړلي دي او د روسیې لپاره یې په اوکراین باندې یرغل کې د مرستو کولو لپاره ټکنالوژي پېرله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین په یوې اعلامیې کې د دې بندیزونو په هکله وویل چې متحده ایالات به د روسیې د نظامي تجهیزاتو د پېر او پلور لارې چارې ګډوډې کولو ته دوام ورکړي او په "هغو کسانو د لوړ قیمت بندیزونه لګوي چې د جمهور رئیس پوتین ملاتړي دي او په ګاونډي هیواد د روسیې د ظلم ملاتړ کوي".

د امریکا د خزانې وزارت د (میلاندر) په نامه د یو روسي شرکت نوم چې واړه برقي وسایل تولیدوي، په تور لیست کې واچاوه. واشنګټن وایي دا شرکت د مسکو د نظامي څیړنو او پرمختیا د جوړښت یوه برخه ده.

دا بندیزونه د همدې شرکت پورې اړوندو درې نورو ادارو او ګڼ شمیر اجرائیوي مشرانو لګیدلي دي.

تر دې وړاندې هم د متحده ایالاتو د خزانې وزارت په روسیه کې په غټو شرکتونو چې نظامي تجهیزات جوړوي بندیزونه لګولي او د سوداګرۍ وزارت روسیې ته د هغو ټکنالوژیو او وسایلو صادرول بند کړي چې هلته ترې د نظامي تجهیزاتو په جوړولو کې کار اخیستل کیده.

خو د دې بندیزونو او جدي اقداماتو سره سره، روسیې وکړی شو چې په اوراکین کې د جګړې کولو او د دې هیواد په ښارونو او د بریښنا په زیربناوو د بریدونو کولو لپاره د ایران څخه بې پیلوټه یا ډرون الوتکې واخلي.

سره لدې چې ایران او په مسکو په لومړي سر کې د غربي هیوادونو او په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو دا ادعا نه منله چې ګنې تهران په روسیې بې پیلوټه الوتک پلوري خو ایران د لومړي ځل لپاره د همدې روانې نومبر میاشتې په سر کې ومنله چې دا الوتکې یې په روسیې پلورلي دي.

د روسیې په څیر ګڼ شمیر ایراني شرکتونه هم چې نظامي تجهیزات جوړوي، د دې هیواد د جنجالي اټومي پروګرام له کبله پرې د واشنګټن لخوا بندیزونه لګول شوي.

په داسې حال کې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان روسیې ته د ډرون الوتکو ورکړه تائید کړه، خو نوموړي وویل تهران په اوکراین کې ددغو الوتکو له کارولو خبر نه وو. هغه وویل ایران د جګړې ختمیدو ته ژمن دی.

هغه وویل، که اوکراین په دې اړه اسناد لري چې روسیې ایراني ډرون الوتکې د هغه هیواد په جګړه کې کارولي، نو دا اسناد دې تهران ته وسپاري.

دغه جګپووړي ایراني‌ چارواکي زیاه کړه ،که دا ثابته شي چې روسیې د اوکراین په جګړه کې ایراني ډرون الوتکې کارولي، تهران به ددې مسلې په اړه بې تفاوته پاتې نشي.