شاته

پاکستان طالبانو ته: که د سرتیري قاتل را ونه سپارل شي، د چمن لار نه پرانیزو

پاکستان په افغانستان کې د طالبانو په حکومت فشار راوړی چې تر هغه وخته به په چمن کې د تګ راتګ لاره بنده وي چې د یو پاکستاني سرتیري قاتل ورته سپارل شوی نه وي.

پاکستاني چارواکو د یکشنبې په ورځ په سمدستي توګه د چمن دروازه وروسته تر هغه د موټرو او خلکو د تګ راتګ پر مخ وتړله چې یو وسله وال شخص چې ګمان کیږي د طالبانو امنیتي ګارډ به وي، د پاکستان په سرحدي ځواکونو ډزې وکړلې، یو سرتیری یې ووژاه او دوه نور یې ټپي کړل.

په چمن کې د پاکستان د کمیشنرۍ مرستیال عبدالحمید زهري امریکا غږ ته وویل چې دوشنبه نومبر ۱۴ مازدیګر مهال د لنډې مودې لپاره د چمن لار پرانیستل شوه چې ګیر پاتې شویو افغانانو او پاکستاني اتباعو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي خو د سوداګرۍ هیڅ موټر نه پاکستان او نه افغانستان ته اوښتی.

ښاغلي زهري زیاته کړه، "سرحدي ترمینل د سوداګرۍ لپاره د نامعلومې نیټې پورې بند دی او تر هغه وخت به نه پرانیستل کیږي چې هغه قاتل نه وي راسپارل شوی چې د یو پاکستاني سرتیري په وژلو کې مسؤل دی".

یوه ویډیو چې امنیتي کمرو ثبت کړې او په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې، پکې ښودل کیږي چې د طالبانو د ډلې څخه یو وسله وال خپله وسله په ډیرې چټکۍ راباسي او په پاکستاني ځواکونو د تګ راتګ په دروازې کې ډزې کوي.

د پاکستان یو امنیتي چارواکي تائید کړه چې دا ویډیو ریښتیني ده.

د پیښې څخه وروسته د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ ډزې هم شوي خو تر اوسه هیڅ یوې غاړې نده تائید کړې چې آیا ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اوښتې که نه.

ښاغلي زهري وویل چې د دوشنبې په ورځ دواړو خواوو په یو بل ډزې ندي کړي.

تر اوسه نده روښانه چې دې مشکوک برید کوونکي ولې په پاکستاني ځواکونو برید کړی طالبانو هم په رسمي توګه څه ندي ویلي. د کندهار د والي ویاند دا پیښه "سوه تفاهم" بللې.

د برید کوونکي د سرنوشت په هکله هم ضد او نقیض راپورونه ورکړل شوي. په طالبانو کې ځینو سرچینو ویلي چې د برید کوونکي پسې لټون روان دی او ځینو نورو یې بیا ویلي دا شخص نیول شوی او تازه یې د سرحد امنیتي ځواکونو کې دنده اخیستې وه.

په عین حال کې د طالبانو دې سرچینو ویلي چې برید کوونکی به پاکستان ته ونه سپارل شي او یوازې د افغانستان د قوانینو سره سم چلند به ورسره وشي.

دا پېښه داسې مهال کېږي چې څو ورځې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویدیو خپره شوه چې په کې ادعا شوې د پاکستان د سرحد ځينې ماموران له افغان کډوالو او ښځو سره ناوړه چلند کوي.