شاته

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان دې ژر تر ژره د بشري حقونو ښځینه فعالانې خوشي کړي

د بخښنې نړیوال سازمان په یوې اعلامیې کې د طالبانو له بند څخه د بشري حقونو د ښځینه مدافعینو د ژر تر ژره ازادولو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ ناوخته نومبر ۱۴ (لړم ۲۳) ویلي چې طالبانو لس ورځې مخکې، د ظریفې یعقوبي، فرحت پوپلزۍ او حمیرا یوسف په نومونو د بشري حقونو ښځینه مدافعینې نیولي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې کار کوونکي سمیرا حمیدي د یادو مېرمنو نیولو ته په غبرګون کې ویلي: "په افغانستان کې د بشري حقونو د ښځینه مدافعینو د نیولو وروستۍ څپه د طالبانو د ظالمانه سیاستونو په وړاندې د هر ډول سوله ییز اعتراض او مخالفت د ځپلو بله هڅه ده چې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو بشري حقوقو نقض کوي."

د بخښنې نړیوال سازمان یادو نیونو ته په غبرګون همدارنګه ویلي چې طالبان باید د اوسنیو چارواکو په توګه قوانین او نړیوال نورمونه رعایت کړي او له کوم قید او شرط پرته د بشري حقونو دغه ښځینه مدافعینې او همکاران یې باید خوشي کړي.

یاد سازمان د ظریفې یعقوبي، فرحت پوپلزۍ، حمیرا یوسف او نورو د نیولو شوو همکارانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

اعلامیه کې همدرانګه راغلي: "طالبان له بشري حقوقو څخه د خپلو سرغړونو په اړه باید حساب ورکړي،ځکه هغوی هم له مجازاتو پرته خپلو کړنو دوام ورکوي.نړیواله ټولنه باید دغه عملونه په ښکاره ډول او هم له طالبانو سره په خصوصي تعاملاتو کې وغندي او دا پیغام دې ورته ورسوي چې د ښځو په برخه کې د دوی اوسني سیاستونه د منلو نه دي."

یاد سازمان ویلي چې ظریفه یعقوبي او همکاران یې د نومبر میاشتې پر څلورمه د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د «افغان ښځو د برابرۍ حرکت» د اعلان پر مهال د طالبانو لخوا نیول شوي دي.

د تیرې اونۍ په سر کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یو خبري کنفرانس پر مهال خبریالانو ته د میرمن یعقوبي د نیولو په اړه وویل، چې ددې پیښې په باب معلومات نلري او د معلوماتو د راټولولو وروسته به خپل دریځ رسنیو سره شریک کړي.

خو ښاغلي مجاهد وویل، چې د ښځو د ځینو اعتراضونو شاته له بهر څخه لاسونه هم لیدل شوي دي. هغه وویل، چې هرڅوک چې لاریون یا اعتراض کوي لومړی باید د امنیتي ساتوونکو څخه اجازه واخلي.

تر دې مخکې د ښځو د حقوقو د ملاتړ یو شمېر بنسټونو هم د طالبانو له بند څخه د ښځینه فعالانو د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.